تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې د وژنو او تښتونو پېښې؛ ځینې سیمو کې ګرځبندیز اعلان شوی
- Author, محمد کاظم
- دنده, بيبيسي اردو ـ کوټه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د پاکستان بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې ګرځبندیز لګول شوی دی.
په بلوچستان کې د روانو ناکراریو په ترڅ کې نوشکي دویمه ولسوالۍ ده چې پکې ګرځبندیز نافذ شوی دی.
د بلوچستان د حکومت د کورنیو چارو وزارت د یوه خبرتیا له مخې، ګرځبندیز د سې شنبې په شپه له ۸ بجو نافذ شوی او د جولای د ۳۱مې نېټې د شپې تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي.
دا ګرځبندیز وروسته له هغه لګول شوی چې په بلوچستان کې د تاوتریخوالي په یوه پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی او له دوو بېلو سیمو د اوو مزدورانو په ګډون ۱۱ کسان تښتول شوي دي.
په چاغي ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو د اوو نورو باروړونکو موټرو د سوځولو سربېره، له دوو موټرو وریجې هم لوټ کړې دي.
بل لور ته، د نوشکي ښار په سوېل کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کمپ د برید او د ځوابي عملیاتو وروسته، په نوشکي ښار کې سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.
پولیس افسر چېرته ووژل شو؟
د پولیسو ډياېسپي مرید بګټي د سې شنبې په شپه د بلوچستان په بارخان ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
یوه دولتي چارواکي ویلي چې په بارخان کې ناپېژاندو وسلهوالو لار تړلې وه. د هغه په وینا، ډياېسپي مرید بګټي له یوه بل پولیس افسر سره په یوه شخصي موټر کې روان و، چې وسلهوالو د لارې د بندولو پر مهال هغه وتښتاوه او وروسته یې وواژه.
د بلوچستان د اعلی وزیر د رسنیو سلاکار شاهد رند ویلي چې ډياېسپي مرید بګټي د وسلهوالو په ډزو وژل شوی او بل پولیس افسر ټپي شوی دی.
هغه وویل چې په رکني سیمه کې د وسلهوالو پر ضد د پلټنې عملیات روان دي او د دولت ضد عناصرو پر وړاندې به عملیات تر وروستۍ پایلې پورې دوام ولري.
۱۱ کسان له کومو ځایونو تښتول شوي؟
له تښتول شوو ۱۱ کسانو اووه تنه مزدوران وو، چې د کیچ ولسوالۍ د مرکز تربت ښار ته څېرمه له کلاتک سیمې تښتول شوي دي.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي د دې پېښې تایید کړی او بيبيسي ته یې ویلي چې ناپېژاندو وسلهوالو په کلاتک کې لاره تړلې وه او له همدې ځایه یې دغه مزدوران تښتولي دي.
تښتول شوي مزدوران د سیمې اوسېدونکي نه وو.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو سلاکار بابر یوسفزي بيبيسي ته ویلي چې وسلهوالو له تښتولو وروسته یو مزدور په ډزو وژلی او پاتې شپږ کسان یې له ځان سره وړي دي.
هغه د دې پېښې غندنه کړې او تور یې لګولی چې دا د دولت ضد عناصرو کار دی، چې د خپلو بهرنیو ملاتړو په اشاره غواړي په بلوچستان کې وضعیت خراب کړي.
څلور نور کسان د خضدار ولسوالۍ د کرخ سیمې څخه تښتول شوي دي.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي ویلي چې تښتول شوي کسان په دې سیمه کې د اوبو لګولو (اوبیارۍ) د یوه پروژې پر کار بوخت وو.
هغه ویلي چې درې ورځې مخکې تښتول شوو کسانو کې د پروژې مدیر او یو سروې کوونکی هم شامل دي.
د هغه په وینا، له دغو کسانو دوه تنه د سند ایالت او دوه تنه د بلوچستان اوسېدونکي دي.
موټر چېرته سوځول شوي؟
بل لور ته، د چاغي ولسوالۍ د پدګ سیمې کې ناپېژاندو وسلهوالو اووه موټرې سوځولي دي.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط، بيبيسي ته ویلي چې دغه موټرې له کوټې څخه د تفتان پر لور روانې وې.
هغه ویلي چې ناپېژاندو وسلهوالو د شپې په دوه نیمو بجو دغه موټرې سوځولې دي.
د هغه په وینا، سوځول شوو موټرو کې درې تېل وړونکي ټانکرونه او څلور ټریلرونه شامل وو.
په یوه بله پېښه کې، د دالبندین او پدګ ترمنځ ناپېژاندو وسلهوالو له دوو باروړونکو موټرو څخه وریجې ښکته کړې او نامعلوم ځای ته یې یوړې.
په نوشکي ښار کې له برید وروسته دوکانونه وتړل شول
بل لور ته، د نوشکي ښار په سوېل کې ناپېژاندو وسلهوالو د سې شنبې په سهار د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي بيبيسي ته ویلي چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو ځوابي عملیات وکړل، چې وروسته بریدګر وتښتېدل.
د هغه په وینا، د وسلهوالو په برید کې امنیتي ځواکونو ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.
له دې پېښې وروسته په نوشکي ښار کې وېره او اندېښنه خپره شوه او خلکو خپل دوکانونه وتړل.