BBC News, پښتو - کور پاڼه

عراقچي اسلام اباد ته رسېدلی او امریکايي پلاوی پر لار دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په پاکستان کې دی، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه لیدنه پلان نه ده شوې. سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جاراډ کوشنر د شنبې په ورځ د ایران په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي او مرستیال ولسمشر جي ډي وینس هم د ګډون لپاره چمتو دی.

مهم خبرونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟

    افغانستان چې لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينه‌توب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي. اوس چې افغانستان ته نړیواله پام‌لرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.

  • جګړه کې د ایسارو ماشومانو کیسې: "پر خدای پاک ګران و ځکه یې بېرته واخیست"

    پر ایران د امریکا او د اسرائيل د برید لومړۍ ورځ وه.‌ میکائیل د خپل ښوونځي کالي واغوستل، بکسه یې په اوږه کړه او له کوره په وتو شو. خو ناڅاپه بېرته راغی او خپلې مور ته یې وویل چې یو داسې عکس ترې واخلي چې دی پکې له کوره د وتو په حال کې د خدای‌پامانۍ په ډول لاس ورته خوځوي. د میکائیل مور چې دا کیسه د بي‌بي‌سي (مېډل ایسټ ډایریز) یا (د منځني ختیځ خاطرې) خپرونې ته کوي وايي، "میکائيل چې بېرته راغی نو د داسې یوه یادګاري عکس اخیستلو غوښتنې یې حیرانه کړم".

  • ساینسپوهانو د ماشومانو په دماغ کې اوږدمهاله زیان موندلی، ایا ملاریا یې لامل ده؟

    جوزف ناتېمبو هغه مهال لا کوچنی ماشوم و چې له ملاریا ناروغۍ ژوندي پاتې شو. هغه وخت یې مور ماریا، چې ۵۴ کلنه ده، ډېره خوشحاله وه او باور یې درلود چې تر ټولو بده مرحله تېره شوې ده.

  • د پاکستان د دولتي ټلوېزون له کامرې څه ډول د ملا محمد عمر عکس لرې کړل شو؟

    په دې موده کې دا خلک په افغانستان کې د یوې ډلې لخوا یرغمل هم شول، چې طالبانو ترې وژغورل او بیا یې له ملا محمد عمر سره هم لیدنه وشوه، چې په هغه وخت کې یو نااشنا څېره وه. ملا عمر د ۲۰۱۳ کال د اپرېل پر ۲۳مه ومړ، خو مړینه یې تر دوو کلونو پټه ساتل شوې وه.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي