جرمني یو بې جرمي سابقې افغان له هېواده ایستلی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ د سې شنبې په ورځ وویل، جرمني له هغه وخت راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د لومړي ځل لپاره یو افغان وګړی چې جرمي سابقه نه لري، له هېواده ایستلی دی.

د دوبریندټ په وینا، دغه سړی هغه مهال د شړلو (اخراج) وړ وګرځېد چې د پناه غوښتنې ټولې قانوني لارې یې پای ته ورسېدې.

هغه هڅه کړې وه چې په یوه بل اروپايي هېواد کې مېشت شي، خو هلته وموندل شو چې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

وروسته له دې چې بېرته جرمني ته ولېږدول شو، افغانستان ته وشړل شو.

دغه سړی د هغو ۳۱ افغان نارینه‌وو له ډلې و چې د سې شنبې په ورځ په الوتکه کې افغانستان ته واستول شول.

پاتې ۳۰ کسانو جرمي محکومیتونه لرل.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته د خلکو شړل لا هم یوه جنجالي موضوع ده، ځکه د بشري حقونو او بېرته ستنېدونکو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنې شته.

له ۲۰۲۴ کال راهیسې چې افغانستان ته د شړلو بهیر بېرته پیل شوی، جرمني تر اوسه له ۲۰۰ څخه ډېر کسان بېرته ستانه کړي دي. د بشري حقونو اړوندې د بښنې نړیوال سازمان په وینا، لږ تر لږه یو کس له شړل کېدو وروسته وژل شوی دی.

تېر ۲۰۲۵ کال د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کړی و چې هېڅ افغان باید بېرته افغانستان ته وانه ستول شي، دا څرګندونې وروسته له هغه شوې وې چې جرمني د تېر کال په جولای میاشت کې هغه ۸۱ افغانان چې په جرمني کې د جرمونو په تور محکوم شوي وو، بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی چې د افغانانو جبري بېرته ستنول، که له سیمې وي او که له نورو لرې هېوادونو، په یوه څو-اړخیزه بشري بحران بدلېدلی شي.

د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل

دوه ورځې وړاندې، د جرمني د اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي.

محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.

دا حکم د یوې افغانې مور او د هغې د دوو زامنو د شکایت له مخې صادر شوی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جرمني د "بشري حقونو" د منلو په نوملړ کې د لېږد لپاره غوره شوي وو، خو وروسته له هغې چې جرمني دا پروګرام لغوه کړ، دوی ونه توانېدل دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د جرمني حکومت داسې پروګرام جوړ کړی و، هغه افغانان، چې له دوی سره یې کار کړی دې هېواد ته ولېږدوي همدارنګه هغه افغانان، چې له خطر سره مخامخ وو او اړ وو، چې خپل هېواد پرېږدي.

د دې پروګرام له مخې ۵۰۰ کسان جرمني ته ولېږدول شول، خو دغه هېواد د تېر میلادي کال په ډسمبر کې پرېکړه وکړه، چې دا پروګرام دروي.

د دې پرېکړې له امله ۶۴۰ کسان، چې د منلو ژمنه ورسره شوې وه، جرمني ته له لېږدولو پاتې شول.