تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, پر ايران د امريکا ۱۲مې شپې بريدونه؛ حوثيانو ادعا کړې چې د سعودي عرب پر دوو بېړيو يې بريدونه کړي

د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) وايي، د ايران پر ضد يې د پرلپسې دولسمې شپې لپاره د هوايي بريدونو يو بل پړاو ترسره کړی دی. بل لور، د برېتانيا د سمندري عملياتو ادارې خبر ورکړی چې د سعودي عرب او يمن اوبو کې يوه تېلو لېږدونکې بېړۍ په نښه شوې ده. څو شېبې وروسته د یمن حوثيانو ادعا وکړه چې د سعودي عرب پر دوو د تېلو لېږدونکو بېړيو يې بريدونه کړي دي. د دوی په وينا، دې بېړيو هڅه کوله هغه سمندري محاصره ماته کړي چې حوثيانو لګولې ده.

لنډیز

  • امریکا به د سعودي عربستان د اټومي پروګرام د اجازې هوکړه اعلان کړي
  • ټرمپ: که ایران په هرمز تنګي کې پر هرې بېړۍ برید وکړي، موږ به یې پلونه او برېښناکوټونه بمبار کړو
  • د جګړې له امله د ګرځندوی د زیان د جبران لپاره د دوبۍ ځانګړی تخفیف
  • ګروسي: نه پوهېږم د اټومي انرژۍ د ادارې پلټونکي به کله ایران ته ستانه شي
  • د ایران پرضد د امریکا د جګړې لګښت له ۳۵ میلیارد ډالرو اوښتی
  • د امریکا دفاع وزیر: واشنګټن له ایران سره خبرو ته چمتو دی خو تهران جدي نه دی

ژوندی پوښښ

  1. اروپايي ټولنه: په سره سمندر کې پر بېړيو بريدونه د منلو وړ نه دي

    د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کايا کالاس، په سره سمندر کې د سعودي پر يوې بېړۍ د حوثيانو بريد "د نه منلو وړ" او "غیرقانوني" وباله او له حوثيانو يې وغوښتل چې دا ډول بريدونه ودروي.

    هغې د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل: "په سره سمندر کې پر يوه نفت لېږدوونکې بېړۍ بريد د منلو وړ نه دی او غيرقانوني عمل دی، او دا به په سيمه کې تاوتریخوالی لا ډېر کړي".

    تر دې مخکې د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د ترانسپورټ ادارې د يوه رسمي سرچينې له قوله راپور ورکړی و چې د يو بريد له امله د دوی د یوې بېړۍ مخکينۍ برخه اور اخيستې ده. د سرچينې په وينا، د بېړۍ ټول عمله خوندي ده او په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

    د پنجشنبې په سهار، په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکې ډلې حوثي ادعا وکړه چې د سعودي عربستان دوه نفت لېږدوونکې بېړۍ يې په نښه کړې دي، ځکه چې د دوی په وينا دغو بېړيو غوښتل د حوثيانو له سمندري محاصرې څخه تېرې شي.

    دوه ورځې مخکې، وروسته له هغې چې سعودي عربستان د يمن د حوثيانو تر کنټرول لاندې د صنعا پر هوايي ډګر بريدونه وکړل، حوثيانو پر سعودي عربستان د سمندري محاصرې اعلان وکړ.

  2. وروستی, روبیو:‌ حوثیان د ایران په لمسون جګړه کې ښکېل شوي

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن پنجشنبه ویلي، چې د یمن حوثيان ایران په سره‌سمندر کې پر کښتیو بریدونو ته لمسولي دي.

    ښاغلي ربیو دا څرګندونې د سویل ختیځې اسیا هېواونو اسیان غونډې په څنډه کې کړې دي.

    هغه ویلي،‌ حوثیانو د دې جګړې په اوږدو کې تر ډېره "عاقلانه عمل" وکړ او ځان یې لرې وساته، خو اوس ظاهرآ تېروتي دي او پر سعودي عرب او د دغه هېواد پر کښتیو یې بریدونو ته مخه کړې ده.‌

    ربیو خبریالانو ته وویل: "هیله‌من یم چې هغوی کړکېچ راکم کړي. که رښتیا ووایم فکر کوم چې حوثیان د ایران لخوا تېرایستل شوي او جګړه کې ښکېل شوي‌ دي."

  3. د ایران پوځ: کویت کې مو د امریکا پر درېیو اډو بریدونه وکړل

    د ایران پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې کویت کې یې یو ځل بیا د امریکا پر درېیو پوځي اډو بریدونه کړي‌ دي.

    په بیان کې راغلي الدوحه، علي‌ السالم‌ او عریفجان پوځي اډه هغه سیمې دي،‌ چې نن بیا د ایران د ډرونونو تر برید لاندې راغلې.‌

    په دغه بیان کې الدوحه د امریکا د مهماتو او لوجستیکي توکو زېرمتون بلل شوی دی.

  4. وروستی, پاکستان: د سمندري ‌ګټو خلاف هر ډول اقدام به ملي‌ امنیت ته خطر وګڼل شي

    پاکستان یو ځل بیا د یمن حوثي غورځنګ ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني بیرغ لرونکو بېړیو او یا د پاکستان د سمندري ګټو خلاف هر ډول اقدام به خپل ملي امنیت ته جدي خطر وګڼي.

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې پر ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې د نړیوال قانون له مخې د ځان دفاع لپاره د هرې اړینې لارې د کارولو حق لري.

    هغه د حوثیانو لخوا سره‌سمندر کې د سعودي عرب پر سوداګریزو بېړیو بریدونه هم وغندل.

    طاهر اندرابي وویل: "د حوثیانو له اړخه د سعودي عرب د سوداګریزې بېړۍ چلونې خلاف د سمندري کلابندۍ ګواښونه، سیمه‌ییز ثبات، د کښتۍ چلونې ازادۍ او نړیواله سوداګري" له خطر سره مخامخوي.

    تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي وو چې د حوثیانو وروستي اقدامات د سیمې سوله او ثبات له لا ډېرو ستونزو سره مخامخولی شي.‌

  5. وروستی, اکیسویس:‌ امریکا د ایران خلاف تازه عملیاتو کې لومړی ځل 'بي‌-۱' بم غورځوونکې کارولې دي

    اکسیون خبري ویب‌سایټ د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې د امریکا پوځ تېره‌ سې‌شنبه (د جولای ۲۱مه) په ایران کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اهدافو بریدونو کې بي-۱ بم غورځوونکې الوتکې کارولې دي.

    د دغه رپوټ له مخې دا د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو له بیا پیلېدو راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ په عملیاتو کې دغه اوږد واټن وهونکې الوتکې کاروي.

    اکسیوس ویلي، چې بي-۱ بم غورځوونکې خپل ماموریت بریتانیا کې له یوې هوايي اډې پیل کړی او د الوتنو د مسیرونو څارونکو ویب‌سایټونو کې یې د حرکت لوری لیدل شوی دی.

    په دغه رپوټ کې ویل شوي: "د بي‌-۱ بم غورځوونکې کارېدل، چې د څلېروېشتو له ۹۰۰ کیلوګرامو درندو بمونو او یا لسګونو کروز توغندیو د لېږد وړتیا لري، د ایران خلاف د امریکا د پوځي اقدماتو د پراختیا او په هغو کې د پام‌وړ زیاتوالي ښودنه کوي."

    دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د ایران خلاف د سې‌شنبې شپې په بریدونو کې د "بي‌-۱" الوتکو کارېدو ته څه اشاره نه وه کړې.

    سېنټکام یوازې دومره ویلي وو چې د دوی ځواکونو د ایران د پوځي عملیاتو مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د الوتکو د درولو ځایونه، د ډرونونو د ساتنې تاسیسات او پوځي لوجستیکي زېربناوې په نښه کړې دي.

    امریکا وايي، دا بریدونه د دې لپاره کوي، چې هرمز تنګي کې پر سوداګریزو او ملکي بېړیو د ایران د بریدونو وړتیا کمزورې کړي.

  6. د هرمزګان د بندرونو اداره: د امریکا تازه بریدونو کې د لټون او ژغورنې دوه بېړۍ زیانمې شوې

    د ایران د هرمزګان ولایت د بحري چلن او بندرونو لویې ادارې اعلان کړی چې نن سهار وختي یې د لټون او ژغورنې دوه بېړۍ (ناجي ۱۵) او (ناجي ۱۶) د امریکا په بریدونو کې سختې زیانمنې شوې دي.

    دې ادارې ویلي دغو بېړیو د ماڼوګانو د ژغورنۍ ماموریت پر غاړه درلود او پر هغوی برید کې غندلی دی.

    د هرمزګان د بحري چلن او بندرونو عمومي ادارې ویلي: "پر دغو بېړیو هر راز تعرض د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې له منل شویو نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې دی."

  7. د سعودي دولتي اژانس: پر 'انسليا' نفت وړونکې بېړۍ د بريد له کبله اورلګېدنه رامنځته شوې

    د سعودي عرب دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د ترانسپورټ ادارې د يوه رسمي سرچينې له قوله راپور ورکړی چې د يو بريد پايله کې د 'انسليا' په نوم د نفتو وړونکې بېړۍ مخکينۍ برخې اور اخيستې ده.

    د سرچينې په وينا، د بېړۍ ټوله عمله خوندي ده او په دې پېښه کې هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.

    د سعودي دولتي خبري اژانس په خپل راپور کې د بريد د عامل په اړه څه نه دي ويلي.

    هغسې چې مخکې راپور ورکړل شوی و، د پنجشنبې په سهار د يمن حوثيانو، چې د ايران ملاتړ ورسره دی، ادعا وکړه چې د سعودي عرب دوه نفت وړونکې بېړۍ يې په نښه کړې دي. د حوثيانو په وينا، دې بېړيو هڅه کوله د دوی له لوري لګول شوې سمندري محاصره ماته کړي.

  8. د برېنټ نفتو هر بېرل بیه له ۹۶ډالرو واوښته

    د ايران او امريکا ترمنځ د روانو نښتو په دوام، چې داسې ښکاري په وروستيو ساعتونو کې د يمن د حوثيانو له لوري لږ تر لږه د سعودي عرب د يوې نفت وړونکې بېړۍ په نښه کولو سره د لا پراخېدو او تاوتريخوالي د زياتېدو پر لور روانې دي، د نړۍ په بازارونو کې د نفتو بيې لا هم د لوړېدو په حال کې دي.

    د پنجشنبې په سهار، د اسيايي بازارونو په راکړه ورکړه کې د شمالي سمندر د برېنټ نفتو بيه هر بېرل ۹۶ ډالرو او ۲۰ سنتو ته ورسېده.

  9. د امریکا پوځ وايي، په بریدونو کې یې د ایران پوځي هدفونه په نښه کړي

    د امريکايي پوځ وايي، پر ايران د پرلپسې دولسمې شپې په بريدونو کې سمندري وړتياوې، د توغنديو او ډرونونو د زېرمه کولو تاسيسات، د ساحلي څارنې مرکزونه او د هوايي دفاع شتمنۍ په نښه شوي دي.

    د امريکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) په ټولنيزو رسنيو کې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې دې بريدونو د ملکي بېړۍ چلوونکو او سوداګريزو بېړيو پر وړاندې د ايران د بريدونو وړتيا لا نوره هم راکمه کړې ده.

    د سینټکام په وينا، امريکايي ځواکونو روانه مياشت د ايران دننه لسګونه پوځي اهداف په نښه کړي دي او په سمندر کې يې د ايران پر ضد سمندري بنديزونه بيا پيل کړي دي.

    په اعلاميه کې راغلي: «تر اوسه سېنټکام د نهو سوداګريزو بېړيو لوری بدل کړی او يوه بېړۍ يې له فعاليته غورځولې ده، چېايراني بندرونو ته د بېړيو د ننوتلو او له هغو څخه د وتلو مخه ونيول شي.»

    سينټکام زياته کړې چې له ۵۰زرو ډېر امريکايي پوځيان د منځني ختيځ په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي او د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره هر وخت چمتو دي.

  10. د کویت پوځ: د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو پر ضد عملیات روان دي

    د کویت پوځ د پنجشنبې په سهار په یوه اعلان کې وویل، د ایران له لوري د توغندیو او ډرونونو د بریدونو شنډولو او مقابلې لپاره عملیات ترسره کوي.

    دغه بریدونه په داسې حال کې راپور شوي چې ویل کېږي امریکا د ایران په سوېلي سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي. ایران ته نږدې ځینو رسنیو دا پېښه د 'علي السالم' امریکايي اډې پر ضد د ډرون بریدونو په توګه یاده کړې ده.

    بل لور، فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د اردن د عقبه بندر په سیمه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، خو تر اوسه نورو سرچینو د ورته بریدونو یا پېښو پخلی نه دی کړی.

    په ورته مهال د ایران په سویل کې د امریکا د بریدونو د نوي پړاو له پیله څو ساعته وروسته، له بوشهر ښار څخه د یوې ډېرې زورورې چاودنې د غږ د اورېدو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

    د بوشهر اوسېدونکو ویلي، د دې چاودنې غږ د تېرو څو شپو د نورو چاودنو پرتله خورا زورور و.

  11. امریکا او سعودي عرب د اټومي پروګرام همکارۍ په اړه تاریخي تړون لاسلیک کړ

    امریکا او سعودي عرب یو مهم تړون لاسلیک کړ چې د راپورونو له مخې به خلیجي مملکت ته اجازه ورکړي، چې خپل ملکي اټومي پروګرام ته پراختیا ورکړي.

    دا تړون د ''سولېیزې اټومي همکارۍ تړون'' په توګه یاد شوی، چې د امریکا د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې به د سعودي عرب د اټومي انرژۍ په پروګرام کې امریکايي شرکتونو ته ''پراخ لاسرسی'' برابر کړي.

    د امریکا انرژۍ وزارت په وینا دواړو هېوادونو دغه راز د ''دوه اړخیز خوندیتوب تدابیرو تړون'' هم لاسلیک کړی دی.

    په اعلامیه کې راغلي: ''دغه دوه تړونونه په ګډه د څو لسیزو اوږدې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ملګرتیا لپاره حقوقي بنسټ برابروي. دا ملګرتیا به د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په ګډون یو شمېر مهم اقتصادي او ستراتیژیک هدفونه، پرمخ یوسي.''

    بشپړ تفصیل په دې رپوټ کې لوستلای شئ.

  12. د سعودي ساحل ته نژدې پر تېل لېږدونکې بېړۍ ګوزار شوی، حوثیان وايي، دوې سعودي بېړۍ یې په نښه کړې

    د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، د سعودي عرب د الشقیق سیمې سوېل لوېدیځ ته شاوخوا ۷۰ سمندري میله واټن کې یې د یوه برید راپور ترلاسه کړی دی.

    د راپور له مخې، د یوې نفت‌ وړونکې بېړۍ کپتان ویلي چې بېړۍ د یوه نامعلوم توغندي یا وېشتونکې وسیلې هدف ګرځېدلې ده. د برید له امله په بېړۍ کې اور لګېدلی او عمله یې د اور د کنټرول او مړه کولو هڅه کوي.

    دې برېتانوي ادارې زیاته کړې چې تر اوسه د مرګژوبلې یا چاپېریالي ککړتیا کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

    بلخوا، د ایران ځینو کورنیو رسنیو د یمني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې حوثي وسله والو د سعودي عرب دوې تېل لېږدونکې بېړۍ په نښه کړې دي.

    وروسته له هغه چې سعودي عرب د صنعا هوايي ډګر بمبار کړ، حوثیانو څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د سعودي عرب پر ضد به سمندري محاصره پیل کړي. که پر دغو دوو سعودي نفت‌ وړونکو بېړیو برید تائید شي، دا به د سعودي بېړیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دوی لومړنی عملي اقدام وي.

    د ایران سپاه پاسداران ځواک ته نږدې فارس خبري اژانس د پنجشنبې په سهار د حوثیانو له قوله لیکلي:

    ''موږ د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د سعودي عرب دوه نفت‌ وړونکې بېړۍ، چې "ENCELA" او "LAYLIA" نومېږي، د سعودي بېړیو د تګ راتګ د بندیز د ماتولو له امله په نښه کړې دي.''

  13. برېتانیا خپل سفارتي کارکوونکي له تهرانه وایستل

    د برېتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ (جولای ۲۲مه) اعلان وکړ چې د روان امنیتي وضعیت له امله یې په موقت ډول خپل برېتانوي سفارتي کارکوونکي له ایران څخه ایستلي دي.

    خو د برېتانیا سفارت وايي، خپل فعالیتونه به نه دروي او د انلاین او لیرې واټن له لارې به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

    دا پرېکړه داسې مهال کې شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه او پوځي ترینګلتیا نوره هم سخته شوې او نښتې روانې دي.

  14. عراقچي: پر زېربناوو برید به له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په هغو څرګندونو کې چې داسې ښکاري د ډونلډ ټرمپ د څو ساعتونو وړاندې خبرداري ته ځواب وي، وايي، که امریکا د ایران پر زېربناوو برید وکړي، ایران به متقابل غبرګون وښيي.

    هغه پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې لیکلي: ''زموږ دفاعي تګلاره روښانه ده: سترګه د سترګې په بدل کې. پر ایران هر ډول تېری، چې د زېربناوو پر ضد بریدونه هم پکې شامل دي، له ځواکمن او پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.''

    عراقچي زیاته کړې: ''هغه چې په داسې تېري کې برخه واخلي، د هر ډول ملاتړ په پام کې له نیولو پرته به مشروع هدفونه وبلل شي.''

    د ایران سپاه پاسداران ځواک د هوايي ځواک قوماندان مجید موسوي هم ګواښ کړی چې که د ایران پر پلونو او برېښناکوټونو برید وشي، د امریکا د متحدانو او کوربه هېوادونو د برېښنا پرې کېدل ''حتمي دي.''

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن خبرداری ورکړ چې له دې وروسته به په هرمز تنګي کې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري پر هرې بېړۍ د برید په ځواب کې، د امریکا پوځ په ایران کې یو پل یا برېښناکوټ بمبار او ویجاړ کړي.

    ښاغلي ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي چې دا ګواښ د توغندي، راکټ، ډرون یا ''هرې بلې وسیلې او وسلې'' له لارې بریدونه هم رانغاړي. نوموړي زیاته کړې چې احتمالي هدفونه کېدای شي تهران ته نژدې یا د پلازمېنې دننه پلونه او برېښناکوټونه وي.

  15. ټرمپ: په هرمز تنګي کې به پر هره بېړۍ د برید په ځواب کې پر پل یا برېښناګوټ بمباري وکړو

    د امریکا متحدو ایالتونوولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې له دې وروسته به د ایران اسلامي جمهوریت له لوري په هرمز تنګي کې پر هرې بېړۍ د برید په ځواب کې د امریکا پوځ په ایران کې یو پل یا برېښناکوټ بمبار او له منځه یوسي.

    ښاغلي ټرمپ په یوه پیغام کې لیکلي چې دا ګواښ د توغندي، راکټ، ډرون یا ''هرې بلې وسیلې او وسلې'' له لارې بریدونه هم رانغاړي. هغه زیاته کړې چې احتمالي هدفونه کېدای شي تهران ته نژدې یا د پلازمېنې دننه پلونه او برېښناکوټونه وي.

    دا ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې په هرمز تنګي او د هغه په شاوخوا اوبو کې پر سوداګریزو او پوځي بېړیو بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې له مهمو محورونو څخه ګرځېدلي دي. امریکايي چارواکي وایي چې پر ایران د دوی وروستي بریدونه د اسلامي جمهوریت د پوځي وړتیاوو کمولو لپاره شوي، چېد بېړیو تګ راتګ ته د ګواښ مخه ونیول شي او په دې اوبو کې د نورو بریدونو مخه هم ونیول شي.

    ایران حکومت هم په وروستیو اوونیو کې څو ځله د هرمز تنګي د کنټرولولو په تړاو دخپل حق خبره کړې ده، او ایراني ځواکونه په سیمه کې پر څو بېړیو د برید یا د هغوی د تعقیب په تور تورن شوي دي. تهران بیا امریکا د جګړې د پراخېدو مسووله بولياو خبرداری یې ورکړی چې د ایران پر زېربناوو هر ډول برید به له لا سخت غبرګون سره مخامخشي.

    د ښاغلي ټرمپ وروستی ګواښ د امریکا احتمالي هدفونه له پوځي اډو او مواضعو څخه ملکي زېربناوو ته غځوي، چې پلونه او برېښناکوټونه هم پکې شامل دي. پر دغو ډول هدفونو برید کولای شي د خلکو پر ورځني ژوند، د برېښنا پر رسولو او د ایران د ښارونو پر ترانسپورټ او تګ راتګ پراخ اغېز ولري.

    دا څرګندونې داسې مهالشوې چې د دواړو هېوادونو متقابل بریدونه دوام لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن لا هم د خبرو او د جګړې پای ته رسولو لپاره چمتو دی، خو تهران په مذاکراتو کې جديت نه ښيي. د ایراناسلامي جمهوریت چارواکو بیا امریکا د شخړې په زیاتولو تورنه کړې او وايي،هر ډول نوي برید تهبه غبرګون وښيي.

  16. وروستی, امریکا به د سعودي عربستان د اټومي پروګرام د اجازې هوکړه اعلان کړي

    امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن او ریاض به داسې یوه هوکړه اعلان کړي چې له مخې به یې سعودي عربستان ته اجازه ورکړل شي چې ملکي اټومي پروګرام پراخ کړي او ښايي د اړتیا وړ اټومي سون توکو یوه برخه په خپله خاوره کې تولید کړي.

    د هغو امریکايي چارواکو په وینا چې په دغو راپورونو کې یې خبرې راخیستل شوي، د ډونلډ ټرمپ اداره ښايي نن، چهارشنبه د چنګاښ ۳۱مه (جولای ۲۲مه)، دغه هوکړه اعلان کړي. د راپور شویو شرایطو له مخې، سعودي عربستان به له امریکا سره د یوې ګډې څېړنې له ترسره کولو وروسته وکولای شي چې د امریکايي شرکتونو له خوا په جوړېدونکي یوه بنسټ کې په خپله خاوره کې یورانیم بډایه کړي.

    دغه هوکړه ښايي امریکايي شرکتونو ته میلیاردونه ډالر ارزښت ولري، خو اټومي کارپوهانو او د اسرائیلو یو شمېر پخوانیو چارواکو خبرداری ورکړی چې په سعودي عربستان کې د یورانیمو د بډایه کولو امکان ښايي په پای کې د دغه هېواد د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا زیاته کړي.

    دا هوکړه د امریکا او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۲۰۰۹ کال له اټومي تړون سره توپیر لري؛ ځکه چې متحده عربي اماراتو د دغه تړون له مخې په خپله خاوره کې د یورانیمو له بډایه کولو او د اټومي سون توکو له تولیده تېر شوی و.

    د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دغه هوکړه چې ډونالډ ټرمپ پرې تایید کړی، ۳۰ کاله اعتبار لري. که امریکا له ګډې څېړنې وروسته په سعودي عربستان کې د یورانیمو له بډایه کولو سره مخالفت وکړي، ریاض به تر ۱۰ کلونو پورې اجازه ونه لري چې دا کار په یوازې ځان یا له بل کوم هېواد سره په همکارۍ ترسره کړي.

    دغه طرحه به د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته ولېږل شي او تمه ده چې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د ځینو قانون جوړوونکو او همداراز د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي فعالانو له مخالفت سره مخ شي.

    د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا او سعودي عربستان اټومي هوکړه د ریاض او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو پورې مشروطه نه ده شوې. سپینې ماڼۍ لا تر اوسه د بي‌بي‌سي د نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

  17. وروستی, د ایران د روغتیا وزارت: د امریکا وروستیو بریدونو کې ۵۳ کسان وژل شوي

    د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د امریکا په وروستیو بریدونو کې تر اوسه ۵۳ کسان وژل شوي دي.

    دا شمېر د چنګاښ له ۶مې نېټې د نن (۳۱ چنګاښ/جولای ۲۲مې) تر سهاره پورې موده رانغاړي.

    د ایران د روغتیا وزیر حسین کرمانپور په ټولنیزه شبکه ایکس کې د دې شمېرې له اعلان سره لیکلي چې د امریکا په بریدونو کې ۵۹۲ کسان ټپیانشوي دي.

    خو هغه دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو که پوځيان.

    امریکايي رسنۍ وايي، د تېر کال له کب/حوت میاشتې راهیسې، کله چې د امریکا او اسرائیل جګړه له ایران سره پیل شوه، لږ تر لږه ۱۸ امریکايي پوځي کسان وژل شوي دي.

    د چنګاښ پر ۲۷مه ماښام، امریکا تایید کړه چې په اردن کې د دوی یوه پوځي اډه د ایران د توغندیو له برید سره مخ شوې ده.

    له دغو پوځيانو درې کسان د جمعې په ورځ هغه مهال ووژل شول چې د ایران توغندی د اردن په موفق‌السلطي اډه کې د دوی پر ځای د استوګنې ولګېد.

    څلورم پوځي هم د یکشنبې په ورځ د عراق په اربیل کې د یوه بریدګر بې‌پیلوټه الوتکې د کنټرول شوې چاودنې پر مهال ووژل شو.

  18. وروستی, د بلغاریا پارلمان د امریکايي تېلو رسوونکو الوتکو د ځای پر ځای کېدو اجازه ورکړه

    د بلغاریا پارلمان د چهارشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د امریکايي تېلو رسوونکو الوتکو د ځای پر ځای کېدو لپاره مثبت رایه ورکړه.

    دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی د ایران پرضد به پوځي بریدونه لا پراخ کړي.

    د امریکا حکومت دغه غوښتنه د جمعې په ورځ وړاندې کړې وه، او د بلغاریا پارلمان دا پرېکړه د ۱۳۶ موافقو رایو، ۱۳ مخالفو رایو او دوو ممتنع رایو سره تصویب کړه.

    دا هوکړه وروسته له هغه وشوه چې ډونلډ ټرمپ د ناټو غړي هېوادونه له دې امله نیولي وو چې د ایران پرضد جګړه کې یې د امریکا ملاتړ نه و کړی.

    د دې هوکړې له مخې، بلغاریا اجازه ورکړې چې تر اته KC-135 تېلو رسوونکې الوتکې او همداراز ۲۵۰ امریکايي پوځي کسان په دغه هېواد کې ځای پر ځای شي. ټاکل شوې دغه ځواکونه په منځني ختیځ کې د امریکا له عملیاتو ملاتړ وکړي.

  19. وروستی, ټرمپ: که ایران په هرمز تنګي کې پر هرې بېړۍ برید وکړي، موږ به یې پلونه او برېښناکوټونه بمبار کړو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ په نښه کړي، متحده ایالات به یې په ځواب کې د هغه هېواد پر زیربناوو او بنسټونو برید وکړي.

    هغه په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي:

    "له دې وروسته، هر کله چې د ایران اسلامي جمهوریت په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ، که په توغندي، راکټ، بې‌پیلوټه الوتکې یا هرې بلې وسیلې او وسلې برید وکړي، متحده ایالات به یو پل یا د برېښنا تولید یوه بټۍ بمبار او ویجاړه کړي."

    ټرمپ د دغو احتمالي بریدونو د ځای په اړه هم لیکلي:

    "په دغو هدفونو کې به هغه تاسیسات هم وي چې د پلازمېنې، یعنې تهران ښار دننه یا شاوخوا موقعیت لري."

  20. وروستی, د جګړې له امله د ګرځندوی د زیان د جبران لپاره دوبۍ د ځانګړی تخفیف

    د دوبۍ د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده عربي امارات به هغو اوسېدونکو ته، چې خپل دوستان او د کورنۍ غړي دوبۍ ته د سفر لپاره راوبولي، له ۸۰۰ ډالرو ډېر تخفیف او ځانګړي امتیازات ورکړي.

    ویل شوي، دا پروګرام د جګړې د اغېزو او د دوبۍ د ګرځندوی سکټور ته د اوښتي زیان د جبران لپاره طرحه شوی او د اکتوبر میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

    د دوبۍ د حکومت وېبپاڼې ویلي، هغه اوسېدونکي چې د جولای له ۲۰مې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې خپل دوستان او د کورنۍ غړي د لیدنې لپاره راوبولي، د هوټلونو د استوګنې، د خوړو د ځانګړو تجربو او د ګرځندویزو ځایونو د ټکټونو په ګډون له بېلابېلو امتیازونو برخمنېږي.

    دوبۍ چې هر کال شاوخوا ۱۹.۵میلیونه سیلانیان یې لیدو ته ورځي، د سیمې له مهمو ګرځندویزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، خو اوړی په متحده عربي اماراتو کې د ګرځندوی کم‌رونقه موسم بلل کېږي. متحده عربي امارات د امریکا او اسرائیل له ایران سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د پام وړ زیانونه ولیدل.

    د دې مودې پر مهال د ایران ډېری توغندیز بریدونه متحده عربي امارات په نښه کړي وو، چې د نخل جمیرا په سیمه کې پر هوټلونو او همدارنګه پر مشهور برج‌العرب هم بریدونه پکې شامل وو.

    د رویټرز د راپور له مخې، دغو بریدونو "د دې لامل شول چې سیلانیان د ژمنۍ سیاحتي ګڼې‌ګوڼې په موسم کې له دغه هېواده ووځي." د رویټرز د راپور له مخې، د اپرېل په ۸مه د نازک اوربند له ټینګېدو راهیسې، یوازې محدود شمېر سیلانیان بېرته دوبۍ ته ستانه شوي دي. د مې په میاشت کې د دوبۍ حکومت د ۴۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي ملاتړ یوه بسته تصویب کړه، چې له هغو سوداګریزو فعالیتونو سره مرسته وکړي چې د جګړې او د هرمز تنګي د محدودیتونو له امله زیانمن شوي دي.

    تر دې مخکې، د مارچ میاشتې په وروستیو کې، د دوبۍ چارواکو د ۲۷۰میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې لومړۍ بسته هم تصویب کړې وه، چې موخه یې له سوداګریزو بنسټونو او کورنیو سره مرسته وه.