د فوټبال نړيوال جام کې ارجنټاين الجزاير، ناروې عراق او فرانسې سېنېګال ته ماته ورکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په نويو ګروپي‌ سیالیو کې د فرانسې لوبډلې سېنېګال ته ۳-۱، ناروې عراق ته ۴-۱ او ارجنټاين الجزاير ته ۳-۰ ماته ورکړه.

ارجنټاين د امریکا د مېسوري په کنساس لوبغالي کې د ګروپي پړاو سياليو لومړۍ لوبه له الجزاير د دريو ګولونو په توپير وګټله او د دريو نومرو په ترلاسه کولو سره د خپل ګروپ په سر کې یې ځای خپل کړ.

د ارجنټاين نوموتي لوبغاړي لېونل مېسي هټرېک يا دری ګولونه وکړل. لومړۍ ګول د لوبې په لومړۍ نيمايي کې په ۱۷ دقيقه کې او دوه نور ګولونه په دويمه نيمايي کې په ترتيب سره په ۶۰ او ۷۶ دقیقه کې وکړل.

ليونل مېسي په نړيوال جام کې د ډېرو ګولو وهلو ریکارډ چې مخکې د جرمني له مېروسلاو کلوسې سره وو، برابر کړ. دوی دواړو هر يوه په نړيوال جام کې ۱۶ ګولونه وهلي دي.

په نننۍ لوبه کې ارجنټاين پر ګول ټول نهه ګوزارونه وکړل چې له دې ډلې شپږ پر ګول ولګېدل. بل پلو الجزاير شپږ شاټونه وکړل خو هېڅ کوم يو پر ګول ونه لګېد.

د ارجنټاين راتلونکې لوبه له اتريش يا اسټريا سره ده. الجزاير به بيا له اردن سره مخامخ وي.

له دې وړاندې د ناروې او عراق تر منځ هم په زړه پورې لوبه وشوه چې ناروې ۴-۱ وګټله. د ناروې ارلېنګ هالنډ دوه، لیو اوسټګارډ یو او د عراق ايمان حسين په خپله لوبډله له ګول کولو سربېره پر ناروې هم یو ګول وکړ.

ناروې هم په خپل جدول کې د دريو نومرو په لرلو سره له فرانسې او سېنېګال مخکې ده.

د ناروې راتلونکې لوبه له سېنېګال سره ده او عراق به د فرانسې پر وړاندې بخت ازمويي.

د ناروې او عراق له لوبې مخکې د فرانسې او سېنېګال تر منځ سيالي وشوه چې فرانس د ۳-۱ ګولونو پر وړاندې وګټله.

د فرانسې بریدګر لوبغاړي کېلين اېمبپې دوه ګولونه ووهل. برډي بارکولا هم د فرانسې لپاره په يوه ګول وهلو و توانېد.

د سېنېګال لپاره ابراهيم یو ګول وکړ.

د فرانسې راتلونکې لوبه له عراق او د سېنېګال له ناروې سره ده.