د اسرائيل د ملي امنیت وزیر: موږ دغه تړون کې شریک نه یو، موږ ته الزامي نه دی
اسرائیلو لا تر اوسه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو هوکړې د اعلان شوي چوکاټ په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
خو د دغه هېواد د ملي امنیت توندلاري ښياړخي وزیر ایتمار بېنګوېر نن سهار پر دې هوکړه نیوکې وکړې.
هغه وویل: "موږ په دغهتړون کې شریک نه یو، دا تړون زموږ امنیت نه تضمینوي او موږ ته په هېڅ ډول الزامي نه دی."
بېنګوېر زیاته کړه چې اسرائیل باید "په بشپړه توګه د حزبالله له لمنځه تللو" کم څه ونه مني. هغه د دې وسلهوالې لبنانۍ ډلې خلافد عملیاتو د دوام غوښتنه هموکړه.
نوموړی وویل: "له لبنانه د اسرائیلو پر لور د هر ډول بېپیلوټه الوتکې، ډرون یا توغندي توغېدل به پر ضاحیه باندې د اسرائیل د برید لامل شي."
بنګوېر چې وخت ناوخت پر خپلحکومت هم نیوکې کوي، د بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو له خوا د فلسطینيانو خلاف "د تاوتریخوالي د پرلهپسې هڅونو" له کبله بندیزونه سره مخ دي.