تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فوټبال په نړیوال جام کې لومړنی په خټه افغان لوبغاړی؛ ندیم امیري څومره پېژنئ؟
- Author, سجاد محمدي
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د نړيوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يو افغان الاصله فوټبالر دغو سياليو ته لار موندلې ده.
نديم اميري چې د جرمني تابعيت لري او په خټه افغان دی د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړيوال جام کې د جرمني لپاره لوبېږي.
فوټبال په افغانستان کې هم ګڼ مينه وال لري خو په دې هېواد کې د فوټبال کچه هغومره لوړه نه ده چې د نړيوال جام په څېر مهمو سياليو ته لار ومومي.
خو اوس د جرمني د ملي لوبډلې په ترکيب کې د نديم امير ګډون هغه د نړيوال جام د لومړي افغان الاصله لوبغاړي په توګه مشهور کړی دی.
ښاغلی اميري ۲۹ کلن دی.
نوموړی د ۱۹۹۶ کال د اکټوبر پر ۲۷ د جرمني لودویګسهافن ښار کې زيږېدلی دی.
د بونډس ليګا د وېبپاڼې له مخې د هغه مور او پلار په ۱۹۸۰ لسيزه کې له افغانستانه جرمني ته کډه شوي وو.
نديم څو کاله د جرمني فوټبال په ټيټو ليګونو کې تمرين او لوبې کړې دي.
د نديم اميري مسلکي فوټبال هغه مهال پيل شو کله چې په ۱۵ کلنۍ کې د هوفنهایم فوټبال اګاډمۍ سره يو ځای شو.
هغه د جرمني د نوموتي روزونکي يوليان ناګلزمن تر روزنه لاندې چې اوس د دغه هېواد د ملي لوبډلې مشر روزونکی دی په يوه منځډګري بریدګر لوبغاړي بدل شو.
امیري د ۲۰۱۳-۲۰۱۴ فصل کې له هوفنهايم لوبډلې سره د جرمني د ۱۹ کلونو اتلولي وګتله او په پايلوبه کې یې دوه ګولونه هم وکړل.
نوموړی یو منځډګری بریدګر لوبغاړی دی چې ۱۸۰ سانتي متره ونه دی.
نديم د هوفنهایم له دويمې لوبډلې سره له دوو کلونو تېرولو وروسته د نړۍ لومړي کچې فوټبال ته ورسېد او د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې یې د جرمني په بونډسليګا کې د هوفنهایم لومړۍ لوبډلې لپاره لوبه پيل کړه.
نوموړي د څلورو کلونو په موده کې په ۱۰۶ لوبو کې ۱۱ ګلونه ووهل او د ۱۳ ګولونو په وهلو کې یې مرسته وکړه.
نديم اميري په ۲۰۱۹ کال کې د جرمني له مشهورې لوبډلې باير لېورکوزن سره يو ځای شو.
وروسته د پور په بڼه د ايټاليا جېنوا لوبډلې ته ولاړ خو دا لېږد چندان بریالی نه و او د انګلنډ د ليډز لوبډلې سره د يو ځای کېدو هڅه یې هم بریالۍ نشوه.
په ۲۰۲۴ کال کې د جرمني له مېنڅ لوبډلې سره يو ځای شو او په وروستي فصل کې یې خوار په زړه پورې لوبې وکړې چې له همدې کبله د جرمني ملي لوبډلې ته هم راوبلل شو.
نديم امیري په تېر فصل کې د خپل لوبډلې لپاره په ۲۶ سياليو کې ۱۲ ګولونه ووهل او په دوو ګلونو وهلو کې یې مرسته وکړه.
د هغه لوبډله په بونډسليګا کې په لسم نمبر راغله.
نديم اميري د جرمني په ملي لوبډله کې
نديم اميري د جرمني د ملي لوبډلو د بېلابېلو عمرونو په ټيمونو کې لوبېدلی دی.
هغه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې د جرمنی د ۲۱ کلنو لوبډلې لپاره ولوبېد.
په ۲۰۱۷ کال کې اميري او د هغه ملګرو د پايلوبې په سيالۍ کې اسپانيا ته ماته ورکړه او د ۲۱ کلونو اتلولي يې وګټله.
په ۲۰۱۹ کال کې هغه د جرمني د ۲۱ کلنو ملي لوبډلې سره په ګډه د اروپا سياليو کې دويم مقام خپل کړ او لوبډله یې تر پايلوبې ورسوله.
نديم اميري په ۲۰۱۹ کال کې له باير لېورکوزن سره له يو ځای کېدو درۍ مياشتې وروسته د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې پخواني روزونکي ياخيم لوو له خوا د دې لوبډلې د ۲۳ کسيزه نوملړ برخه شو. د ارجنټاين پر وړاندې په دوستانه لوبه او د اروپا ملتونو جام د غواروي پړاو کې د استونيا پر وړاندې ولوبېده.
اوسمهال هغه د جرمني د ملي لوبډلې په ترکيب او د نړۍ د فوټبال تر ټولو سترې سيالۍ یعنې نړيوال جام کې د ګډون له لارې له يوې خوا د خپلو کلونو کلونو هڅو بدله ترلاسه کړه او له بلې خوا یې خپل هغه خوب پوره کړ چې غوښتل یې په دې سياليو کې لوبې وکړي.
همدارنګه د هغه په ګډون سره د لومړي ځل لپاره د فوټبال په نړيوال جام کې د افغانستان نوم هم مطرح شوی دی.
نديم امیري د ۲۰۲۶ کال نړيوال جام کې د جرمني د لومړۍ لوبې پر مهال چې د کویرساو پر وړاندې ترسره شوه او جرمني په کې د ۷-۱ په مقابل بریا خپله کړه د احتياطي لوبغاړو برخه وو.
نديم امیري ولې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لپاره نه لوبېږي؟
که څه هم نديم اميري په جرمني کې زيږېدلی خو د دويچه ویله د راپور له مخې "هېڅکله یې له خپلو رېښو او اصل سره اړيکه نه ده پرې کړې".
دغه جرمنۍ رسنۍ په يوه راپور کې چې څو کاله وړاندې خپور شوی ليکلي، مور او پلار یې په ۱۴ کلنۍ کې افغانستان ته بېولی و چې کابل او هلته کور یې ورته و ښيي. دې سفر پرې ژوره اغېزه وکړه. کلونه وروسته اميري د کډوالو اړوند د سره صليب په ګډون په بېلابېلو پروژو کې همکاري وکړه څو له هغو کسانو ملاتړ وکړي چې له داسې ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی چې د هغه مور او پلار کلونو وړاندې تجربه کړې وې.
په ۲۰۲۱ کال کې اميري د اشتوتګارت په ښار کې د کډوالو يوه مرکز ته ورغی او یو شمېر کورنيو ته یې بلنه ورکړه چې د جرمني د نړيوال جام د غواروي پړاو لوبه په لوبغالي کې له نژدې وګوري.
امیري په ۲۰۲۱ کال کې ويلي وو، "د يوه جرمن وګړي په توګه چې افغاني رېښې لرم په افغانستان کې وروستي بدلونونه له نژدې څارم. ما ته څرګنده وه چې له هغو کسانو سره مرسته وکړم چې جرمني ته یې پناه راوړې، کلونه وړاندې زما کورنۍ هم داسې کړي وو".
په تېرو کلونو کې د افغانستان د فوټبال يو شمېر مينه والو هيله درلوده چې نديم اميري به د افغانستان ملي لوبډلې جامې په تن کړي، زبير اميري چې د هغه د تره زوی دی او کولی یې شول د بونډسليګا لوبغاړی شي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره لوبېدلی دی.
فيروز مشعوف چې په امریکا کې مېشت افغان ورزشي خبریال او د فوټبال شنونکی دی او همدا ډول نړيوال جام له نژدې څاري وايي، نديم امیري اوسمهال د افغانستان د خلکو په يوه "سمبول" بدل شوی دی.
نوموړي بي بي سي ته وويل، د جرمني په ملي لوبډله کې د نديم اميري د ګډون له کبله به دغه لوبډله د نړيوال جام په روانو سياليو کې د افغانستان د وګړو تر منځ ډېر مينه وال پيدا کړي.
ښاغلی مشعوف وايي، که څه هم د افغانستان د فوټبال ځينې مينه وال نديم اميري د افغانستان ملي لوبډلې ته د نه ورتګ له کبله "ملامتوي" خو د هغه په وینا، "که د افغانستان د فوټبال وضعيت داسې وی چې نديم اميري به لږ تر لږه د اسيا په کچه د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د لوبېدو مناسب فرصت درلودی، زه ډاډه یم چې کلونه مخکې به نديم اميري ښايي د افغانستان ملي لوبډله غوره کړې وی".