BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • Afghanistan

    د ناروې د کډوالو شورا: کورنۍ د سقوط په حال کې دي، پرېښودل شوې او له پامه غورځول شوې

    د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې کورنۍ له داسې کړکېچ سره مخ دي چې هره میاشت لا پسې سختېږي. دغې ادارې په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، د بې‌ځایه کېدو، جګړو، اقلیمي ناورینونو او جنسیتي تبعیض له امله د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي. د ناروې د کډوالو شورا یا (اېن‌ار‌سي) سرمنشي یان ایګلانډ دا اونۍ افغانستان ته سفر کړی او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان په بشپړه توګه پرېښودل شوی او د دې وضعیت تر ټولو بدې پایلې ښځې او نجونې زغمي.

  • Jordanian air defenses reportedly intercept missiles launched from Iran.

    سېنټکام: د ایران پنځه تېل وړونکي بېړۍ مو له منځه یووړې؛ سپاه: دوه امریکایي جنګي بېړۍ مو په نښه کړي

    د ایران او امریکا ترمنځ د فارس خلیج په سیمه کې د بریدونو نوې لړۍ پیل شوې ده. د سې شنبې شپې په نیمایي کې او څو ساعته وروسته له هغې چې سپاه پاسداران د امریکا د یوې بې پیلوټه اوبتل د "ښکار" خبر ورکړ او انځورونه یې خپاره کړل، سېنټکام اعلان وکړ چې د خپلو بېړیو پر وړاندې د ایران د برید په غبرګون کې یې پر پنځو ایراني نفت لېږدوونکو برید کړی او هغه یې "له منځه وړي" دي.

  • کابل پوهنتون

    د کابل پوهنتون د ادبیاتو پښتو او دري څانګو ته د خپلواکو پوهنځیو درجه ورکړل شوه

    د افغانستان پلازمېنې کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پښتو او دري څانګو ته د پوهنځیو درجه ورکړل شوې ده. پر سې شنبه د کابل پوهنتون پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د لوړو زدکړو عالي شورا په غونډه کې شوې، چې له مخې یې: ''د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او ادبیاتو څانګړې د دوو خپلواکو پوهنځیو کچې ته لوړ شول.'' په اعلامیه کې دا پرېکړه ''لويه علمي او کلتوري لاسته راوړنه'' بلل شوې ده.

  • پاکستان کې محصلین

    پاکستان د روغتیا برخې افغان محصلینو ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ

    پاکستان کې د طبي زدکړو شورا (پي ایم ډي سي) د دې هېواد د عامې روغتیا او غاښونو درملنې ټولو تعلیمي ادارو ته امر کړی، چې نویو افغان محصلینو ته په دې ادارو کې د زدکړو لپاره د داخلې له ورکولو ډډه وکړي. د یادې ادارې په یوه لیک کې، چې یوه کاپي یې بېلابېلو رسنیو هم خپره کړې، راغلي چې هغه افغان محصلین هم باید بېرته افغانستان ته واستول شي، چې په دې ادارو کې همدا اوس په زدکړو بوخت دي.

  • د بنګله دېش، افغانستان او زېمبابوې د يو ورځنيو لوبډلمشران

    کرېکټ: افغانستان د بنګله دېش او زېمبابوې کوربتوب کوي

    د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په متحده عرب اماراتو کې یې له بنګله دېش او زېمبابوې سره د بېلابېلو فارمټونو څو لوبې پلان کړې دي. د کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دغو سياليو کې د بنګله دېش پر وړاندې يوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو درې اړخيزه لوبلړۍ، له زېمبابوې سره دری شل اوريزې او دوې ټېسټ لوبې شاملې دي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • رسام الآنسي
  • یو افغان محصل پاکستان کې
  • البیومي
  • USA
  • انګور
  • ږلۍ
  • اسونه
  • نجلۍ
  • ښځه
  • خیبر

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي