د طالبانو حکومت او یوه سعودي شرکت تر منځ د تېلو او ګازو د تړون لاسلیک، زلمي خلیلزاد هم پکې ګډون درلود

د طالبانو حکومت او سعودي شرکت تر منځ د تړون لاسليک

د عکس سرچینه، Taliban Ministry of Mines and Petroleum

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ (۷ سپټمبر) په پلازمېنه کابل کې د ډېلټا انټرنېشنل په نامه له يوه سعودي شرکت سره د کشک - تيرپل د نفتو او ګازو حوزې د لټون او استخراج تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خليلزاد د دغه تړون د لاسليک په مراسموم کې ګډون درلود.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزير هدايت الله بدري او د ډېلټا انټرنشل شرکت اجرائیوی مشر شاهر التقي دغه تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د کشک-تيرپل حوزه شاوخوا ۲۲ زره کيلومتره مربع مساحت لري او د هرات او بادغیس ولایتونو کې د دې حوزې د زېرمو ډېره برخه طبيعي ګاز جوړوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ډېلټا انټرنشنل شرکت به په لومړي پړاو کې د اوو ګازي بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ ميليونه ډالره پانګونه وکړي. د دې حومزې د اکتشاف موده اته کاله او د قرارداد موده ۲۵ کاله ټاکل شوې ده.

تمه کېږي چې ددې حوزې له اکتشاف او استخراج سره به د افغانستان د ګازو اړتيا پوره شي او ددې پروژې د کار له پيل سره به د ډېرو بې روزګار افغانانو لپاره د کار فرصتونه برابر شي.

زلمي خليلزاد وويل د دغه تړون لاسليک ښيي چې افغانستان د پانګونې د جلب لپاره چمتو دی او زياته یې کړه، "دغه هېواد توانېدلی چې د خپلو طبيعي سرچينو په ځانګړې توګه د ګازو د پراختيا په برخه کې او همدارنګه له افغانستانه بهر ته د دغو ګازو د لېږد او صادراتو په برخه کې د پام وړ او ډېره زياته پانګونه راجلب کړې ده".

دا لومړی ځل نه دی چې خليلزاد د طالبانو له چارواکو او دډېلټا انټرنشل شرکت د مسولينو په ليدنه کې ګډون کوي. تېر کال هم شاهر التقي له خليلزاد سره يو ځای په کابل کې له ملا عبدالغني برادر سره ليدلي وو او د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج او د ګازو د لېږد د نللیکو د پراختيا په اړه یې خبرې کړې وې.

خو له دې سره سره د دغه سعودي شرکت او د طالبانو د حکومت تر منځ په خبرو