نوي لوبډلمشر او تازه جوړښت سره به افغان کرېکټ لوبډله څومره وځلېږي؟
نوي لوبډلمشر او تازه جوړښت سره به افغان کرېکټ لوبډله څومره وځلېږي؟
د خپرېدو وخت
د شپږیزې سیالیو د افغانستان کرېکټ او مینهوالو ته داسې استعدادونه ورپېژندلي چې وروسته ملي او الف لوبډلو کې راڅرګند شوي او یا یې همدې لوبډلو ته د غوره کېدو غوښتنې کېږي.
د یوولسم پړاو شپږیزې سیالیو کې د سپین غر لوبډلې لوبغاړی محمد اکرم یو ځل بیا د هغو توپ وهونکو په کتار کې وو چې ډېرې منډې یې جوړې کړې.
دی تېر کال هم د شپږیزې سیالیو د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په ډله کې و.
له ندیم اشرف سره یې مرکه کې ویلي چې د مخکې تګ پر وړاندې یې سیالان سخت دي، خو وايي هڅه کوي چې ځان په ملي لوبډله کې د لوبېدو جوګه کړي.



