یو غټ پایتون مار په سېلاب کې لامبو وهي
یو غټ پایتون مار په سېلاب کې لامبو وهي
د خپرېدو وخت
د هند په ګجرات کې د پشهکال یا مونسون تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي او غټ پایتون مار هم پکې لیدل شوی دی. دې په ځايي خلکو کې وېره خپره کړې ده، ځکه چې دغه غټ مار زهرجن نه دی خو انسانان او ژوي روغ تېرولی شي. پایتون د هند او مالیزیا په ګډون په ځينو اسیايي او افریقايي هېوادنو او اسټرالیا کې موندل کېږي. په هند کې وروستیو سېلابونو ځينې سیمې لاندې کړې دي او لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي دي.



