د اسرائیلي مېشتېدونکو له بریدونو سره مخ فلسطینیان

د ویډیو تشریح، د اسرائیلي مېشتېدونکو له بریدنو سره مخ فلسطینیان
د اسرائیلي مېشتېدونکو له بریدونو سره مخ فلسطینیان
د خپرېدو وخت

وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ نابلس ته نژدې په یوې خونړۍ نښتې کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلیان ووژل شول، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلي مېشتېدونکو د بریدونو لړۍ روانه ده. دواړو لورو یو بل د تاوتریخوالي په پارولو تورن کړ. دې پېښې په لوېدیځه غاړه کې وضعیت لا پسې ترینګلی کړی، چېرې چې د سختدریځو اسرائیلي مېشتېدونکو له لوري پر فلسطینیانو بریدونه زیات شوي او ویل کېږي چې د اسرائیل د اوسني حکومت د افراطي ښي اړخو عناصرو له خوا هڅول کېږي. د اسرائیل لومړي وزیر ویلي چې د وژل شویو کسانو په غبرګون کې به په لوېدیځه غاړه کې د نویو کرنیزو مېشتځایونو جوړول چټک کړي. د اسرائیل پوځ وایي چې "ملتپاله تاوتریخوالی غندي" او د هغو پېښو د مخنیوي لپاره کار کوي چې دوی یې د افراطي اسراییلي مېشتېدونکو "ملتپاله جرمونه" بولي. د بي بي سي د منځني ختیځ خبریالې لوسي ویلیامسن د اونۍ پای د نابلس شاوخوا فلسطیني کلیو کې تېره کړې ده.