ایران: امریکا خپلې ژمنې نه پوره کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

له امریکا سره په خبرو کې د ایران مشر مرکچي محمد باقر قالیباف وايي، د لبنان‌ په بیروت کې د اسرائیلو بریدونه د دې ښکارندویي کوي چې واشنګټن خپلې ژمنې نه پوره کوي.

د ښاغلي قالیباف په خبره واشنګټن "اراده" نه لري او یا هم د ژمنو " پوره کولو وړتیا نه لري."

وړاندې اسرائیلو ویلي وو، د حزب الله د توغندیزو بریدونو په ځواب کې د بیروت په سوېل کې یې د دې ډلې اړوند ځایونه په نښه کړې دي.

دغو بریدونو کې چې اسرائیل ادعا کوي د حزب الله د قوماندې یو مرکز یې پکې په نښه کړی، لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

تر دې پېښې لږ وړاندې، پر حزب الله تور پورې شوی و چې پر شمالي اسرائیلو یې بریدونه کړي دي، خو په دغو بریدونو کې د مرګژوبلې یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي، له امریکا سره هوکړه د یکشنبې په ورځ نه لاسلیک کېږي او "په راتلونکو ورځو کې یې کېدل نه شي ردېدلی."

د ایرانۍ رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي بقایي ویلي، له ایران سره دا هوکړه وروستۍ نه ده بلکې دا یو تفاهم لیک دی چې د اختلاف ټکي پکې مطرح او روښانه کېږي چې ورسره بیا جګړه پایته ورسول شي.

"د اسلام اباد تفاهیم لیک تر ارزونې لاندې دی او په دې پړاو کې ټول تمرکز د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې پر پایته رسولو دی. پریکړه شوې چې پر اټومي پروګرام به هېڅ خبرې نه کېږي، خو ټاکل شوې چې په ۶۰ ورځو کې بیا د اټومي پروګرام پر سر خبرې وشي. "

که څه هم ښاغلی بقایي ټینګار کوي چې د جون پر ۱۴ مه هوکړه نه لاسلیک کېږي خو له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و چې له ایران سره به هوکړه نن لاسلیک کېږي.

بلخوا په ایران کې یوې رسنۍ ویلي، قطر نه یو پلاوی تهران ته رسېدلی دی.

دا پلاوی په داسې وخت کې هلته رسیږي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې ته د پای رسولو او هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د احتمالي تړون د لاسلیکېدو په اړه اټکلونه په ډېرېدو دي. قطر پاکستان سره یو ځای دې شخړې کې د منځګړي رول لوبوي.

د ایران تسنیم خبري اژانس وايي، د قطر پلاوی به په دېپلوماتیک بهیر کې په وروستیو پرمختیاوو وغږېږي.

پاکستان ویلي دي" په الېکترونیکي بڼه د تړون لاسلیکولو لپاره چمتووالی نیول کېږي".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شبنې په ورځ پر ټولنيزو رسنیو يوه بيان کې وويل چې د يکشنبې په ورځ به له ایران سره هوکړه لاسلیک شي او له دې سملاسي به وروسته د هرمز تنګي د "ټولو لپاره" پرانيستل شي.

ولسمشر ټرمپ وويل، "که وضعيت سوله ييز وي، موږ به ولاړ شو اټومي مواد راوباسو. موږ د اوږدې مودې لپاره له ایران او منځني ختيځ سره کار ته سترګې پر لاره يوو. هيله ده چې دا پروسه به په چټکۍ او اسانۍ سره بشپړه شي. که نه، موږ بل بديل لرو. هيله ده چې دې ته به اړتیا پيدا نشي".

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر ویلي وو چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې وروستۍ شي.

شهبار شریف پر خپله ایکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي: "د سولې تړون تر بل هر وخت ډېر نږدې دی. تمه ده وروستی پړاو یې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بشپړ شي."

هغه ویلي چې پاکستان پر دغه تړون د "برېښنايي لاسلیک چمتووالی نیسي، او له هغې وروسته به راتلونکې اوونۍ په تخنیکي کچه خبرې اترې وشي".

د پاکستان لومړی وزیر وايي چې هېواد یې د سولې د خبرو اترو پر مهال د امریکا او ایران د دوامدارې ژمنېتیا منندوی دی.

شهباز شریف په دې برخه کې د سیمې د نورو هېوادونو ملاتړ هم ستایلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې: "موږ باورمن یو چې دغه تاریخي تړون به تلپاتې سولې لپاره یو پیاوړی بنسټ کېږدي."

د بریتانيا د لومړي وزير دفتر ويلي چې کېير سټارمر د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ټليفوني خبرو اترو پر مهال د ایران شخړې د پايته رسولو لپاره په اړه غږېدلی دی.

د راپور له مخې لومړي وزير کېير سټارمر د شوي پرمختګ هرکلی کړ او ټينګار یې کړی چې بریتانيا چمتو ده، د سولې هر ډول هوکړې د پلي کولو ملاتړ او د هغې د برياليتوب د ډاډ ټرلاسه کولو لپاره له نړيوالو متحدينو سره کار وکړي.

تر دې ورمخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له خپل سویسي همپوړي سره د امریکا او ایران ترمنځ د سولې احتمالي تړون په هکله خبرې کړې وې.

د پاکستان له بهرنیو چارو وزارته په دې تړاو د خپاره شوي بیان له مخې، دواړو بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا او ایران ترمنځ د سولې په تړون کې د پرمختګ هرکلی کړی او هیله څرګنده کړې وه چې د روانو هڅو پایله کې به په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.

د شهباز شریف تر څرګندونو وړاندې داسې راپورونه ورکړ شوي وو چې د سولې تړون د لاسلیکېدو مراسم ښايي په جنیوا کې ترسره شي.

خو اوس یو امکان دا دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې پر دغه احتمالي تړون د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا "برېښنايي لاسلیک" وشي.

د یادونې ده چې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي وو چې هوکړه تر بل هر وخت ډېره نژدې ده.

ښاغلي عراقچي تېره ورځ د ایراني ټلویزیون په ماښامنۍ خپرونه کې وویل، ''موږ د بل هر وخت پرتله ډېر تفاهم ته نژدې یو. دا ښايي په راتلونکو، یوه دوې ورځو کې وشي، ښايي په راتلونکو څو ورځو کې وشي.''

هغه یو ځل بیا د خپل هیواد له رسنیو وغوښتل چې له داسې اټکلونو ډډه وکړي چې کولی شي "فضا ګډوډه کړي او دا فرصت زیانمن کړي."

ښاغلي عراقچي وویل، که څه هم د حجم له مخې دا یادښت دوې پاڼې یا یوه نیمه پاڼه دی، خو دوې میاشتې کېږي، چې خبرې پرې شوې او هرې جملې او بندونو ته یې بیا بیا کتنه شوې.

هغه وویل: "راپورونه په وخت سره د ملي امنیت عالي شورا او امنیتي ادارو ته سپارل شوي او پوځي ځواکونو هم د هرمز تنګي او د جګړې پای ته رسېدو په ګډون مهم مسایل څارلي دي."

عباس عراقچي د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل، په دې تړون کې د ایران د بندیزونو لېرې کول هم شامل دي، خو د ایران د اټومي پروګرام په تړاو خبرې به وروسته پیل شي.

امریکایي چارواکو د تړون ځینې جزئیات تائید کړي، او ویلي یې دي چې د ایران لپاره اقتصادي ګټې به د تهران لخوا د خپلو مکلفیتونو پوره کولو پورې اړه ولري.