اروپايي ټولنه: په سره سمندر کې پر بېړيو بريدونه د منلو وړ نه دي
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کايا کالاس، په سره سمندر کې د سعودي پر يوې بېړۍ د حوثيانو بريد "د نه منلو وړ" او "غیرقانوني" وباله او له حوثيانو يې وغوښتل چې دا ډول بريدونه ودروي.
هغې د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل: "په سره سمندر کې پر يوه نفت لېږدوونکې بېړۍ بريد د منلو وړ نه دی او غيرقانوني عمل دی، او دا به په سيمه کې تاوتریخوالی لا ډېر کړي".
تر دې مخکې د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د ترانسپورټ ادارې د يوه رسمي سرچينې له قوله راپور ورکړی و چې د يو بريد له امله د دوی د یوې بېړۍ مخکينۍ برخه اور اخيستې ده. د سرچينې په وينا، د بېړۍ ټول عمله خوندي ده او په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پنجشنبې په سهار، په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکې ډلې حوثي ادعا وکړه چې د سعودي عربستان دوه نفت لېږدوونکې بېړۍ يې په نښه کړې دي، ځکه چې د دوی په وينا دغو بېړيو غوښتل د حوثيانو له سمندري محاصرې څخه تېرې شي.
دوه ورځې مخکې، وروسته له هغې چې سعودي عربستان د يمن د حوثيانو تر کنټرول لاندې د صنعا پر هوايي ډګر بريدونه وکړل، حوثيانو پر سعودي عربستان د سمندري محاصرې اعلان وکړ.