ژوندۍ پاڼه, د ایران او امریکا لخوا د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه؛ ټرمپ وایي هرمز تنګی به بېرته پرانستل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ موافقه شوې ده. د ایران تلویزیون هم دا خبر خپور کړی دی. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنیز شبکه ټروت سوشل یوه پوسټ کې لیکلي: "د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه اوس بشپړه شوې ده. ټولو ته مبارکي!".

لنډیز

  • د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې دي
  • د ایران او امریکا تر منځ د سولې تړون خبرونو ته په ځواب کې، د بریتانيا لومړي وزیر کېیر سټارمر دا پرمختګ "د جګړې پایته رسولو، سیمه ایز ثبات ډاډمنولو او د هرمز تنګي بیا پرانستلو لپاره یو خورا مهم ګام" بللی دی
  • د قطر لومړي وزیر، چې د پاکستان تر څنګ یې د امریکا او ایران تر منځ خبرو اترو کې د منځګړي رول لوباوه، د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی دی.
  • د ایران دولتي رسنۍ وايي د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ويلي د سولې تړون به د جمعې په ورځ لاسلیک شي
  • ډونلډ ټرمپ او شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې اعلان وکړ

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, عباس عراقچي: لبنان کې په بشپړه توګه د اسرائیلو د بریدونه درېدل اړین دي

    ایران بهرنیو چارو وزیر

    د عکس سرچینه، EPA/ Shutterstock

    د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار پر خپل ټېلېګرام لیکلي چې د ترکیې، عراق او مصر له بهرنیو چارو وزیرانو سره یې ټلیفوني خبرې کړې دي.

    عراقچي وايي،‌ دغو تلېفوني خبرو کې پر دې بحث وشو چې په لبنان کې په بشپړ ډول د اسرائیلو د بریدونو د درېدو اړتیا ده او دا چې په دې برخه کې د امریکا د متحد ایالتونه مسوولیت ته هم اشاره وشوه.‌

  2. وروستی, د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشره: اوس لومړیتوب دا دی چې هوکړه ژر په بشپړ ډول پلې شي

    ایران او امریکا هوکړه باید ژر پلې شي - اورسولا وون در لیان

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا وون در لیان د ایران او امریکا ترمنځ‌ د هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه هوکړه باید په سملاسي ډول د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو امکان برابر کړي.‌

    هغه ویلي، اوس لومړیتوب دا دی چې دغه هوکړه د ټولو اړخونو لخوا‌ په چټکه او بشپړه توګه پلې شي.‌

    د اروپايي کمېسیون د مشرې په وینا د کښتیو ازاد او خوندي تګ راتګ سیمه‌ییز ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره اړین دی.

    نوموړې ویلي "دغه کار منځني ختیځ کې د سولې او امنیت په تړاو د لا پراخو مذاکراتو ور پرانیځي."

    خو هغې زیاته کړه، "تر هغې چې لبنان په اور کې سوځي"، منځني ختیځ کې د سولې ټینګښت ممکن نه دی.

    اورسولا وون در لیان وايي، "اروپا یو ځل بیا له ټولو اړخونو غواړي چې د لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري او رښتینی اوربند عملي کړي."

  3. وروستی, رویټرز: د هند اړوند د طبیعي‌ ګاز یو لېږونکی ټانکر له هرمز تنګي تېر شو

    د کښتیو د لوریو او مسیرونو د څارنې اړوند مالومات ښيي، چې د هند د پترونېت شرکت د طبیعي ګاز یو لېږونکی ټانکر د دوشنبې پر ورځ‌ له هرمز تنګي تېر شوی دی.‌

    ویل کېږي‌ د ګازو دا لېږدونکې بېړۍ ختیځ لور ته په حرکت سره له تنګي وتلې ده.‌

    د کپلر او اېل‌اېس‌جي‌ای شرکتونو مالومات ښيي، چې دغه کښتۍ د مارچ میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په راس‌الفان بندر کې بار شوه خو له هماغې راهیسې د هرمز تنګي‌ لوېدېځ‌ کې ایساره وه.‌‌‌

    له شریکو شویو مالوماتو دا نه جوتېږي چې د مایع ګاز دا لېږدونکې بېړۍ کوم ځای ته روانه ده،‌ خو یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې بار کړی ګاز به د هند داهج ترمینال ته ورسوي.‌

  4. وروستی, وېنس: دا هوکړه کولی شي چې منځنی ختیځ د ۵۰ کلونو لپاره په بنسټیزه ډول بدل کړي

    د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس فاکس نیوز خبري اژنس ته ویلي‌ چې له ایران سره هوکړه دا پوتانشیل لري چې "منځنی ختیځ د راتلونکو ۵۰ کلونو لپاره په بنسټیزه توګه بدل کړي."

    هغه وویل: "د نړۍ دا سیمه زما ټول عمر او ان تر هغې هم اوږده موده له ترینګلتیا ډکه پاتې شوې."

    د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې، ډونلډ ټرمپ‌ پر دې بریالی شوی چې "د ایران له اړخه ګواښ لمنځه یوسي."

    د ښاغلي وېنس په وینا اوس به "منځني ختیځ کې د بریا او هوساینې نوی دور" ممکن شي.

    نوموړي ویلي، له منځني ختیځ د امریکا خلکو ته هم ډېره هوساینه رسیږې.

  5. د ملګرو ملتونو مشر د ایران او امریکا د هوکړې هرکلی کړی

    د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د دې اعلان هرکلی کړی چې "ایران او امریکا د سولې په هوکړه موافقه کړې ده."

    د ښاغلي ګوتېرېش ویاند ويلي، "دا د شخړې د سوله ایز حل پر لور یو مهم ګام دی."

    بل پلو د جاپان لومړۍ وزیرې سانا تاکایچي هم د دې موافقې هرکلی کړی دی.

    اغلې تاکایچي هيله څرګنده کړې چې له دې هوکړې وروسته به "د هرمز تنګي کې به ازاد او خوندي تګ راتګ په اغېزناکه توګه تضمین شي او د ایران د اټومي پروګرام او نورو مسئلو په اړه به ژر تر ژره وروستۍ موافقه وشي."

    د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز هم هیله ښودلې چې دا موافقه به "تلپاتې سوله" راوړي.

  6. د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې

    د تېلو ايستلو بهير

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا او ایران د هوکړې له امله چې د هرمز تنګی به بیا پرانیستل شي، د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې دي.

    د یو بېرل خامو تېلو بيه ۳.۸سلنه راټیټ شو او ۸۴.۰۲ډالرو ته ورسېدلی ده. د امریکا خام تېل ۱.۴سلنه راټیټ شو او ۸۱.۴۰ډالرو ته رسېدلي دي.

    ټاکل شوې دا تړون به د جمعې په ورځ په سویس کې په رسمي ډول لاسلیک شي.

    د هرمز تنګی، چې په نړۍ کې د تېلو د صادراتو یوه لویه لاره ده، د فبروري پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو وروسته تړل شوی دی.

  7. د ایران دولتي رسنۍ له امریکا سره د تړون ۱۴ مادې خپرې کړې دي

    د ایران دولتي رسنۍ له امریکا سره د کېدونکې هوکړې ۱۴ مادې خپرې کړې دي. دغه لاندينۍ ټکي په رسمي ډول نه دي تائید شوي.

    د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر نيوز له مخې ټکي په لاندې ډول دي:

    • د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې اوربند
    • د امریکا له خوا د ایران په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه کول
    • د امریکا سمندري کلابندۍ پايته رسول
    • په ۳۰ ورځو کې د هرمز تنګي بيا پرانيستل
    • د امریکا او د هغو د متحدينو له خوا د ایران د بيا رغونې لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ میليارده ډالرو په ارزښت پلانونه
    • د ایران د تېلو او انرژۍ پر محصولاتو د بنديز لرې کول
    • د ایران له خوا د اټومي وسلو د نه پراختيا ژمنه
    • امریکا به ژمنه کوي چې په سيمه کې به خپل پوځي شتون نه زياتوي او په ایران به نوي بنديزونه نه لګوي

    د مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې "وروستۍ خبرې اترې به تر هغه نه پيلېږي چې د ایران د کنګل شويو پيسو لږ تر لږه نيمايي نه وي ازادې شوې، پر ایران د تېلو بنديزونه نه وي ځنډول شوي او سمندري کلابندي نه وي پايته رسېدلې".

    په راپور کې همدا راز ويل شوی چې وروستۍ هوکړه به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليک له لارې تصويب شي.

  8. د بریتانيا لومړي وزير کېير سټارمر د ایران او امریکا هوکړه "یو خورا مهم ګام" بللی

    د بریتانيا لومړی وزير کېير سټارمر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران او امریکا تر منځ د سولې تړون خبرونو ته په ځواب کې، د بریتانيا لومړي وزیر کېیر سټارمر دا پرمختګ "د جګړې پایته رسولو، سیمه ایز ثبات ډاډمنولو او د هرمز تنګي بیا پرانستلو لپاره یو خورا مهم ګام" بللی دی.

    نوموړي ويلي، "زه ولسمشر ټرمپ او د پاکستان، قطر او نورو هېوادونو منځګړو ته مبارکي وایم چې په دې پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده. موږ له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې او دا هغه پرمختګ دی چې موږ یې د لیدو هیله درلوده."

    "دا روښانه ده چې د هرمز تنګي کې له حق العبور پرته تګ راتګ بايد بېرته پيل شي، ترڅو هغه سختې اقتصادي اغېزې کمې شي چې له څو مياشتو راهیسې دلته په بریتانيا او ټوله نړۍ کې محسوسېږي."

    "موږ به د دې د ملاتړ لپاره له متحدينو سره کډ کار ته دوام ورکړو. په هغو کې د اړتيا په صورت کې د دفاعي، خپلواک څو اړخيز ماموریت ملاتړ چې بریتانيا او فرانسې تر دې دمه په پلان جوړولو کې مخکښ رول لوبولی دی، په ځانګړي ډول د ماين پاکولو په برخه کې د ملاتړ وړاندې کول."

    هغه ټينګار کړی چې د هر ډول سولې د دوام لپاره د ژمنو عملي کېدل اړين دي چې په وینا یې په هغو کې د ایران اټومي پروګرام هم شامل دی. "د بریتانيا دريځ ثابت او روښانه دی چې ایران ته باید هېڅکله اجازه ورنګړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي".

  9. د قطر لومړي وزير د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی

    د قطر لومړی وزير

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د قطر لومړي وزیر، چې د پاکستان تر څنګ یې د امریکا او ایران تر منځ خبرو اترو کې د منځګړي رول لوباوه، د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی دی.

    شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني په اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې ويلي، "موږ د پاکستان په اسلامي جمهوریت کې له خپلو وروڼو مننه کوو."

    "موږ له ټولو خواوو په راتلونکو خبرو اترو کې د مثبت او رغنده روحیې سره د ښکېلتیا تمه لرو چې دا پرمختګ به پیاوړی کړي او پر هغې به کار وکړي."

  10. وروستی, دولتي رسنۍ: د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ويلي د سولې تړون به د جمعې په ورځ لاسلیک شي

    د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي د ایران دولتي تلویزیون سره په یوه تلیفوني مرکه کې تائید کړې چې له امریکا سره تړون وروستی شوی او رسمي لاسلیک به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.

    نوموړي ويلي، "د لبنان په ګډون په مختلفو جبهو کې د جګړې او پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پایته رسېدل به نن شپه اعلان شي."

    هغه زياته کړې چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره به هم نن شپه لرې شي.

  11. وروستی, ټرمپ وايي امریکا او ایران هوکړې ته ورسېدل

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم اعلان وکړ چې له ایران سره هوکړې ته ورسېدل. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ کې ويلي، "د ایران له اسلامي جمهوريت سره تړون بشپړ شوی دی. ټولو ته یې مبارکي وایم!".

    ښاغلي ټرمپ زياته کړې، "زه اجازه ورکوم چې د هرمز تنګی له حق العبور پرته په بشپړه توګه پرانيستل شي او په ورته وخت کې پر ایران د امریکا سمندري کلابندي پايته رسوم".

    د امریکا ولسمشر ليکلي، "د نړۍ بېړيو خپل ماشينونه چالان کړی او د تېلو لېږد پیل کړئ".

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم څو دقیقې وړاندې اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه هوکړې ته رسېدلي او د جمعې په ورځ، د جون پر ۱۹مه به یې په سویس کې لاسلیک کړي.

  12. وروستی, د پاکستان لومړی وزير: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وشو

    د پاکستان لومړي وزيرشهباز شریف ویلي، امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړې ته ورسېدل.

    ښاغلي شریف په دې اړه خوښي څرګنده کړې ده.

  13. وروستی, ډونلډ ټرمپ او شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې اعلان وکړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ موافقه شوې ده. د ایران تلویزیون هم دا خبر خپور کړی دی. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنیز رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ کې لیکلي، "د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه بشپړه شوې ده. ټولو ته مبارکي!".