د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قانوني ویزه او پوهنتونونو سره ثبت افغان محصلین کولای شي زدکړو ته دوام ورکړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې پر افغان محصلینو بشپړ بندیز نه دی لګېدلی، او هغه افغان محصلین چې قانوني ویزه لري او د پوهنتونونو په رسمي پروګرامونو کې ثبت دي، کولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

اسلام‌اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وینا کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند له پاکستاني روغتیايي تعلیمي ادارو د افغان محصلینو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

''که کوم محصل په پاکستان کې د یوې تحصیلي درجې په پروګرام کې شامل وي او معتبره ویزه ولري، نو کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده کړې روانې وساتي. خو که کوم افغان محصل له پوهنتون سره راجستر نه وي یا قانوني ویزه ونه لري، نو د همدې کټګورۍ لپاره اوسني احکام نافذېږي.''

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو طبي کالجونو کې د افغان محصلینو په اړه خبرتیاوې خپرې شوې وې، چې د پاکستان د روغتیايي او غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) د لارښوونو په حواله له افغان محصلینو غوښتل شوي وو چې دغه هېواد پرېږدي.

یو شمېر افغان محصلينو چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وې وايي، افغان محصلينو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی و چې بوهنتونونه پرېږدي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ''کله چې یو کس د نړۍ کوم هېواد ته سفر کوي، ویزه د یوه ځانګړي هدف لپاره ورکول کېږي، نو هغه یوازې د هماغه هدف اړوند فعالیت ترسره کولای شي چې ویزه ورته صادره شوې وي.''

هغه زیاته کړه چې یادې خبرتیاوې د پي اېم ډي سي له خوا صادرې شوې دي او باید له همدې ادارې وپوښتل شي چې ایا ټول یاد محصلین معتبرې ویزې لري او په رسمي تعلیمي پروګرامونو کې ثبت دي که نه.

بل لور پاکستان کې د افغان محصلینو موضوع په اړه، د پي ایم ډي سي مشر پروفیسر رضوان راج بي بي سي ته وویل:

''موږ یوازې د حکومت د پرېکړو پلي کوونکي یو؛ تاسې باید د دې موضوع په اړه له حکومت سره اړیکه ونیسئ.''

د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل:

''د پاکستان او افغانستان ترمنځ پخوانۍ اړیکې شته او افغانستان دښمن هېواد نه دی. اوسنی بنسټیز اختلاف دا دی چې د افغانستان اوسنی حکومت د ترهګرۍ په اړه د پاکستان اندېښنې په سمه توګه نه درک کوي. تر هغه چې دا ستونزې کمې نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې به په بشپړه توګه نه شي ټینګېدای.''

د پاکستان د عامې روغتیا او غاښونو درملنې شورا ویاند بي بي سي اردو ته تائید کړې چې د دوی ادارې د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته دغه رسمي لارښوونه لېږلې ده.

د یادې شورا راجسترار، ډاکټر ریحان، وايي، ''دا اعلامیه د حکومت د لارښوونو او پالیسۍ له مخې په ټول پاکستان کې خپره شوې ده، او د هېواد ټول طبي کالجونه او پوهنتونونه به پرې عمل کوي.''

هغه زیاته کړه چې د دې حکم پلي کول د پاکستان د ټولو طبي زدکړو بنسټونو لپاره لازمي دي.

د یادونې وړ ده چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان روغتیايي او د غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) یوامر خپورکړ، چې له مخې یې په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او کالجونو کې له افغان محصلینو غوښتل شوي وو چې پاکستان پرېږدي.

پي ایم ډي سي دغه راز له طبی پوهنتونونو او کالجونو غوښتي وو چې د پالیسۍ له مخې افغان محصلینو ته اړین اسناد او اجازې برابرې کړي او د دوی د بېرته ستنېدو په بهیر کې ورسره مرسته وکړي.

د یوې طبي پوهنتون مشر هم تائید کړه چې د پي ایم ډي سي لارښوونې ور رسېدلې دي او تعلیمي ادارو د شورا د سپارښتنو له مخې یې د افغان محصلانو د معلوماتو راټولول پیل کړي دي.

هغه وویل: "زموږ په لیسانس او لوړو ز‌کړو پروګرامونو کې یو شمېر افغان محصلان وو. که څه هم موږ ته د معلوماتو د وړاندې کولو لارښوونه شوې وه، خو دا نه وو راته ویل شوي چې ولې دا ګام اخیستل کېږي".

د پاکستان دې پرېکړې پاکستان کې دننه، افغانستان او په نړیواله کچه خورا پراخ غبرګونونه راوپارول.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په دې هکله ''ژوره اندېښنه'' ښودلې وه. په یوه اېکس پیغام کې چې د سفارت پر پاڼه تېره ورځ خپور شوي، له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي و، چې: "د پوهې، زد‌کړې او بشري اړیکو په څېر حیاتي برخې باید له سیاسي اختلافاتو خوندي وساتل شي. تحصیلي او علمي فرصتونه باید د سیاسي اختلافاتو یا تحولاتو له امله اغېزمن نه شي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویلي و، چې په بهرنیو هېوادونو کې د زد کړو او علمي فعالیتونو پر مهال له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استادانو ته به په هېواد کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. د یاد وزارت په وینا افغان محصلانو ته به د خپلو زد‌کړو د دوام او استادانو ته به په هېواد کې د تدریس او علمي فعالیتونو د دوام زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طب په برخه کې د افغان محصلینو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه "نا انساني" او "د خواشینۍ وړ" وبلله:

"له بده مرغه هغه ګام چې پاکستان د افغان طب محصلانو د ایستلو په اړه اخیستی او محدودیتونه یې پرې لګولي دي، د خواشینۍ وړ دی او بشپړ ناانساني عمل دی، لومړی خو موږ دا غواړو چې له دې کاره لاس واخلي، دویم دا چې افغانستان کې د لوړو زدکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري تر هرځایه یې چې خپل تحصیل رسولی وي، هغه بشپړ کړي. "

پاکستان کې د افغان محصلینو کره شمېر معلوم نه دی، خو ښځینه محصلینې او هغه محصلین هم پکې شامل دي، چې پاکستان ته د بورسونو یا سکالرشپونو له ترلاسه کولو وروسته د زدکړو لپاره تللي وو.