خیبرپښتونخوا او پنجاب کې سېلابونه: د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږ۴۳ کسان مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پنجاب او خیبرپښتونخوا کې پېښو ته د رسېدو (د ناورین د مدیریت) ایالتي ادارو د وروستیو باراني څپو او سېلابونو له کبله په رامنځته شویو پېښو کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو جزییات خپاره کړي دي.
رپوټونو کې ویل شوي چې په دغو ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله په رامنځته شویو پېښو کې په ټولیز ډول لږترلږه ۴۳ کسان مړه او له ۱۷۷ ډېر نور ژوبل شوي دي.
خیبرپښتونخوا کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ایالتي اداره (پيډيایماې) وايي، په دغه ایالت کې له تېرې یکشنبې (د جولای له ۱۹مې) راهیسې د تېزو ورښتونو او سېلابونو پایله کې په رامنځ ته شویو پېښو کې لږترلږه ۲۲ کسان مړه او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.
د پيډيایماې په وینا دا پېښې په پېښور، نوښار، خیبر، مردان، بونیر، باجوړ، شانګلې، صوابۍ، کوز چترال، لوړ او کښته دیر، ایبټ اباد، مانسېرې، هريپور، ټانک، تورغر، کرمې، شمالي او سویلي وزیرستان او د خیبرپښتونخوا څو نورو ولسوالیو کې شوې دي.
په دې تړاو خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي، چې په مړو شویو کې ۹ سړي، درې ښځې او ۱۰ ماشومان او همدا راز په ټپیانو کې ۱۱ سړي، پنځه ښځې او ۷ ماشومان دي.
دغو سېلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
خیبرپښتونخوا کې د بحران د مدیریت اداره وايي، وروستیو ورښتونو او د هغو پایله کې راوتلو سېلابونو په ټولیز ډول ۳۷ کورونو ته زیان اړولی، چې ۸ پکې په بشپړ ډول نړېدلي او ۲۹ نور زیانمن شوي دي.
پيډياېماې وايي، خیبرپښتونخوا کې د نن ورځې تر پایه په وقفهيي ډول د تېزو ورښتونو د دوام امکان شته او دا چې په تړاو له وړاندې خبرداری صادر شوی دی.
دې ادارې له خلکو غوښتي چې د سیل او چکر 'حساسو ځایونو' ته دې نه ځي، له اړتیا پرته دې سفر نه کوي او د اړوندو ادارو لخوا خپاره شوي سپارښتنې دې پام کې وساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پنجاب کې پېښو ته د رسېدو (ناورین د مدیریت) ایالتي ادارې ویلي، دغلته د تېرې جون میاشتې له ۲۵مې راهیسې د تېرې ورځې (د جولای تر ۲۲مې) بارانې څپې او سېلابونو په ټولیز ډول ۲۱ کسان مړه او ۱۵۴ نور ټپي کړي دي.
د رسمي شمېرو له مخې د دغو پېښو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
پنجاب کې ورښتونو ډېره مرګژوبله په ګوجرانوالې کې اړولې.
له دغه ځایه د ۹ کورونو د زیانمنېدو او ۵ کسانو د مړینې خبر ورکړ شوی دی.
پر دې سربېره له اټک، جهنګ، خوشاب، میانوالې، چنیوټ، سیالکوټ، فیصل اباد، ګجرات او سیاهیواله هم د تلفاتو او زیانونو رپوټونه ورکړ شوي دي.
پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی د موسمي ورښتونو او سېلابونو په څېر طبیعي پېښې پکې هر کال درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي.
د تېر کال اګست کې هم د خیبرښتونخوا څو ولسوالیو کې سېلابونو له ۳۵۰ ډېر کسان وژلي او سلګونه نور ژوبل کړي وو.




















