د یمن حوثيان وايي، د سعودي عربستان پر یوه پوځي اډه یې د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د یمن حوثيانو اعلان کړی چې د بالسټیک توغندیو او ډرونونو په کارولو سره یې د سعودي عربستان په سویل کې پر یوې پوځي اډې برید کړی دی.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې دا برید د سعودي عربستان په سویل کې پر الشروره پوځي اډې ترسره شوی دی.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د سعودي عربستان د ''وسلو زېرمې او د قوماندې او کنټرول مرکزونه'' په نښه شوي دي.

ښاغلي سریع د برید د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویلي، خو سعودي عربستان ته یې خبرداری ورکړی چې که د یمن پر ضد پوځي اقدامات دوام وکړي، د سعودي عربستان په خاوره کې به لا پراخ او سخت بریدونه ترسره شي.

له دې مخکې سعودي چارواکو وویل، له یمن سره د دې هېواد سویلي پولې ته نژدې د حوثیانو له لوري د یوې توغول شوې مرمۍ لګېدو له کبله دوه کسان ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویلي چې کارکوونکي یې د جازان د الطوال په سیمه کې د دې پېښې ځای ته رسېدلي دي. د دغې ادارې په وینا، په دې برید کې د دوو کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ، یوه جومات، څو ودانیو او یو شمېر موټرو ته هم زیان اوښتی دی.

دا برید څو ساعته وروسته له هغه شوی چې سعودي چارواکو د احتمالي نویو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

جیبوتي: په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ کسان له یمنه تښتېدلي

په ورته مهال د جیبوتي د اقتصاد او مالیې وزیر وایي، د یمن د حکومتي ځواکونو او د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو ترمنځ د جګړو له امله، یوازې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان له یمنه جیبوتي ته تښتېدلي دي.

الیاس موسی دواله په اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دغه کسان د باب المندب تنګي له لارې جیبوتي ته رسېدلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د بشري چارو همغږې کوونکې صفیه ابراهیم فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ښځې او ماشومان هم د هغو کسانو له ډلې څخه دي چې د جیبوتي د اوبوک ساحلونو ته رسېدلي دي، او ښايي په راتلونکو ورځو کې به نور کسان هم دغه هېواد ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له جولای میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۷۶ زره کسان د یمن دننه بې ځایه شوي دي، او د وروستیو جګړو له امله د یوې اوونۍ په موده کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر څلور چنده زیات شوی دی.

حوثیانو تېره اوونۍ د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو یمني حکومتي ځواکونو پر ضد نوې پوځي عملیات پیل کړل او د باب المندب تنګي شاوخوا سیمې یې په نښه کړې.

دوی په وروستیو ورځو کې د سمندرګي د ساحل په اوږدو کې پرمختګ کړی او د پنجشنبې په ورځ یې د المخا بندري ښار نیولی دی.

له هغه راهیسې حوثیانو په سره سمندر کې د یمن د ساحلونو او ټاپوګانو کنټرول خپل کړی او د جمعې په ورځ یې پر باب المندب تنګي هم خپله ولکه نوره پراخه کړې ده. دغه تنګی له مهمو نړیوالو سمندري لارو یوه ده، چې سره سمندر او د سویز کانال ته د لاسرسي لپاره ستر اهمیت لري.

له هغه وروسته چې ایران د هرمز تنګی وتاړه، باب المندب په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د نفتو د صادراتو لپاره لا زیات مهم شوی دی.