لومړنی عشق ولې هېڅکله نه هېرېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډېرو کسانو لپاره د ژوند لومړنۍ مینه د ژوند له هغو تجربو یوه ده چې اغېز یې تر کلونو او ان لسیزو پورې پاتې کېږي. خو ولې لومړنۍ عاطفي اړیکه د اوږدې مودې له تېرېدو وروسته لا هم په ذهن کې ژوندۍ پاتې وي؟ داسې څه دي، چې د هغې دورې خاطرات دومره ژور، څرګند او نه هېرېدونکي ساتي؟
انساني دماغ په ځانګړي ډول د ځوانۍ پر مهال تلپاتې خاطرې جوړوي
د ډېرو خلکو لپاره لومړنۍ عاشقانه تجربه د ځوانۍ او تنکۍ ځوانۍ په کلونو کې رامنځته کېږي، د عمر هغه دوره چې دماغ د خاطرو د ثبت او خوندي ساتلو لپاره په تر ټولو پیاوړي وضعیت کې وي. د وېسټمنېسټر پوهنتون د عصبي ارواپوهنې استاده کاترين لاودي په دې هکله وایي، ''په دې عمرونو کې موږ د خاطرو د دقیق ثبت او ساتنې لوړه وړتیا لرو.''
نوموړې زیاتوي، دماغ هغه معلومات او تجربې په ښه توګه او د اوږدې مودې لپاره ساتي چې له احساساتو او عواطفو سره تړلې وي. د هغې په وینا، کله چې یوه پېښه لومړی ځل رامنځته شي، د انسان پر ژوند ژور اغېز کوي، یا د ژورې خوښۍ، درد او خپګان لامل شي، نو امکان یې ډېر وي چې په حافظه کې ثبت او د اوږدې مودې لپاره خوندي پاتې شي.
د دې ترڅنګ هر څومره چې یوه خاطره بیا بیا په ذهن کې تازه شي، هماغومره یې دوام زیاتېږي. له همدې امله عاطفي تجربې ډېری وختونه د انسان د ذهن له تر ټولو ژورو او نه هېرېدونکو خاطرو ګڼل کېږي.
لاودي وایي، ''هر ځل چې موږ هغه تجربې او خاطرې رایادو، په خپل دماغ کې ورسره تړلي عصبي اړیکي او شبکې لا پیاوړې کوو.''
همدا لامل دی چې د لومړنۍ مینې یادونه، که څه هم کلونه او یا لسیزې پرې تېرې شوې وي، لا هم د ډېرو خلکو په ذهن کې په روښانه او ژوندۍ بڼه پاتې وي.
ولې د ځوانۍ هورمونونه پر لومړۍ مینه دومره ژور اغېز کوي؟
که د لومړۍ مینې احساسات د خوښۍ او مستۍ وي او که د زړه ماتېدو او غم هغه، دواړه معمولاً ډېر ژور او پیاوړي وي. د عصبي ارواپوهنې متخصصه کاترین لاودي وایي چې په ځانګړي ډول د بلوغت پر مهال په بدن او مغز کې د بېلابېلو کیمیاوي موادو او هورمونونو بدلونونه قوي عاطفي تجربې رامنځته کوي.
لومړی، د جنسي هورمونونو لکه استروجن او ټېسټوسټرون کچه لوړېږي، چې د عاطفي او فزیکي جذبې په رامنځته کېدو کې مهم رول لري. همدا بدلونونه د دې لامل کېږي چې ځوانان د نورو پر وړاندې د مخکې پرتله ډېر احساساتي او عاطفي غبرګونونه وښيي.
وروسته، کله چې یوه عاطفي اړیکه پیل شي، مغز نور مهم هورمونونه او عصبي لېږدوونکي مواد هم شیندي، چې ډوپامین، سېروټونین او اکسیتوسین پکې خورا مهم دي.
دا هغه کیمیاوي مواد دي چې د خوښۍ، انعام، صمیمیت، عاطفي نژدېوالي او مینې د احساساتو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
لومړنۍ مینه، د عاطفي اړیکو جوړېدو په بهیر کې یو مهم ګام

د عکس سرچینه، Getty Images
انساني اړیکې په خپله تر ټولو بنسټیزه بڼه کې د انسان د بقا او دوام له اړتیا سره تړاو لري. د یوه تنکي ځوان لپاره، لومړنۍ عاشقانه اړیکه د ژوند یو مهم پړاو ګڼل کېږي، ځکه هغه د لومړي ځل لپاره له خپلې کورنۍ او نژدې خپلوانو بهر له یوه بل کس سره نوی او ژور عاطفي تړاو تجربه کوي.
د عصبي ارواپوهنې استاده کاترین لاودي لومړنۍ مینه ''د انساني اړیکو په برخه کې ښايي د هر انسان د ژوند له تر ټولو مهمو تجربو یوه'' بولي.
هغه وایي، ''موږ باید زده کړو چې له خپل نژدې او اشنا چاپېریاله بهر پر یوه بل کس باور وکړو. موږ باید په یوه نوې لاره کې لومړی ګام واخلو.''
د هغې په وینا، لومړنۍ مینه یوازې یوه عاطفي تجربه نه ده، بلکې د اړیکو جوړولو د زدکړې د بهیر یوه مهمه برخه هم ده. دا داسې تجربه ده چې انسان ته ښيي څنګه پر بل چا باور وکړي، نژدېوالی تجربه کړي او د انساني اړیکو یو نوی ډول رامنځته کړي.
په ۱۹۹۳ کال کې، امریکایۍ ارواپوهې ډاکټرې ننسي کالیش د نړۍ له بېلابېلو سیمو د سلګونو کسانو په اړه یوه څېړنه وکړه. په هغه څېړنه کې هغه کسان شامل وو چې له کلونو وروسته یې له خپلو پخوانیو مئینو سره بیا اړیکې ټینګې کړې وې.
د څېړنې یوه مهمه موندنه دا وه چې د دې کسانو د ژوند شرایطو د اړیکو پر پایلو مهم اغېز درلود. ډېر هغه کسان چې له خپلې پخوانۍ مینې سره یې اړیکې بیا تازه کړې وې، یا خو مجرد وو او یا یې د خپل ژوندی ملګری/ملګرې له لاسه ورکړي و.
د دې کسانو له ډلې څخه ډېرو جوړو یوازې په څو اوونیو کې خپله پخوانۍ عاطفي اړیکه بېرته پیل کړه. تر دې هم د حیرانتیا وړ دا وه چې ۷۲ سلنه هغو په پای کې له یو بل سره واده وکړ.
د انټرنېټ پراختیا د پخوانیو مئینو موندل او له هغوی سره د اړیکو بیا ټینګول خورا اسانه کړل. دا اړیکې په پیل کې معمولاً د لږې ژمنتیا احساس درلود، خو په ورته مهال یې بېلابېلې پایلې هم لرلې.
کله چې ډاکټرې ننسي کالیش په ۲۰۰۴ کال کې بله څېړنه وکړه، ۶۲ سلنه ګډونوالو وویل چې له خپلې پخوانۍ مینې سره له بیا اړیکې وروسته یې عاطفي اړیکه پیل کړې وه. خو د دغو اړیکو له ډلې یوازې ۵ سلنه په پای کې واده ته رسېدلې وې.
دا موندنې ښيي چې لومړنۍ مینه د ډېرو خلکو په ذهن او احساساتو کې ځانګړی ځای لري، خو د هغې بیا راژوندي کېدل تل د پخوانیو هیلو او احساساتو په څېر پایله نه لري.
ولې لومړنۍ مینه تر کلونو وروسته هم زموږ په ذهن کې ژوندۍ پاتې کېږي؟
د کاترین لاودي څېړنې یوازې تر لومړۍ مینې محدودې نه دي. هغې د خلکو د ژوند د بېلابېلو پړاوونو خاطرې څېړلې دي، خو وایي چې د لومړنیو عاشقانه اړیکو یادونه ډېری وخت ځانګړی او معتبر ځای لري.
هغه وايي، ''ما له هغو کسانو سره هم خبرې کړې دي چې د ژوند اتمې او نهمې لسیزې ته رسېدلي، خو لا هم د دوی ځینې تر ټولو مهمې او روښانه خاطرې د دوی له لومړنیو عاطفي اړیکو سره تړاو لري.''
د لاودي په وینا، لومړنۍ مینه د ډېرو خلکو لپاره یوازې د تېر وخت یوه خاطره نه ده، بلکې یوه برخلیک ټاکونکې تجربه ده چې اغېز یې تر کلونو او ان لسیزو پورې په ذهن او احساساتو کې پاتې کېږي.
د پخوانۍ مینې یادونه څنګه زموږ د اوسنۍ اړیکې په پیاوړتیا کې مرسته کولی شي؟
د پخوانۍ مینې او عاطفي اړیکو د خاطرو رایادول تل د له لاسه وتلو اړیکو لپاره د ارمان او حسرت معنا نه لري. اصلاً، دا ډول خاطرې کولی شي د اوسنیو عاطفي اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.
د امریکا د ټکساس ایالت د هیوستن پوهنتون استاد اډم فیټرمن د یوې پدیدې په اړه څېړنې کوي چې "عاشقانه نوستالژیا" بلل کېږي. هغه دا مفهوم داسې تعریفوي: ''له خپل اوسني عاطفي ملګري سره د شریکو تېر شویو خوږو شېبو په تړاو د مینې او خواږه یاد احساس.''
د فیټرمن په وینا، کله چې جوړې په شعوري ډول د خپلې اړیکې مهمې او ځانګړې شېبې را یادوي، نو د خپلو اړیکو له پخوانیو مثبتو احساساتو سره بیا تړاو مومي. د بېلګې په توګه، د هغه فلم بیا لیدل چې د لومړۍ لیدنې پر مهال مو یوځای کتلی و، یا د ځانګړو یادګاري ځایونو بیا کتنه، کولی شي د خوښۍ، نږدېوالي او مینې هغه احساسات بېرته را ژوندي کړي چې د اړیکې په پیل کې موجود وو.
که څه هم خلک تل نه شي کولای خپل احساسات په روښانه ډول په خبرو کې بیان کړي، خو د دغو خاطرو را ژوندي کول هغوی ته فرصت ورکوي چې یو ځل بیا د اړیکې له خوږو او ارزښتناکو شېبو سره عاطفي اړیکه ټینګه کړي.
فیټرمن دغه راز موندلې چې عاشقانه نوستالژيا یوازې د ښه احساس لامل نه ګرځي. هغه کسان چې د خپلو ګډو او مثبتو خاطرو یادونه ډېره کوي، معمولاً د ژوند له ملګري/ملګرې سره د ژمنتیا لوړه کچه احساسوي، د عاطفي نژدېوالي احساس یې پیاوړی وي او د مینې او علاقې کچه یې هم لوړېږي.
ځینې لومړنۍ مینې هېڅکله له یاده نه وځي
کیت او ګونتر په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال یو بل وپېژندل چې دواړه د رخصتیو لپاره د انګلنډ د ډېوون سیمې ته تللي وو. دوی د لومړۍ لیدنې پر مهال پر یو بل مین شول.
خو ګونتر اړ شو چې بېرته جرمني ته ستون شي. له لېرې واټن سره سره دوی خپلو لیدنو ته دوام ورکړ او د لیکونو له لارې یې اړیکه ساتله. خو په پای کې ونه توانېدل داسې حل ومومي چې د تل لپاره سره یوځای شي.
کیت وایي چې له ګونتر سره د ګډ ژوند نه کولو پرېکړه ''زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه.''
له دوو کلونو اړیکې وروسته، دوی له خپګان سره خپله اړیکه پای ته ورسوله.
درې لسیزې وروسته، کیت د کور په یوه المارۍ کې د ګونتر زاړه لیکونه وموندل او د هغو لیکونو په لیدو سره یې ټولې پخوانۍ خاطرې بېرته ژوندۍ شوې.
هغه وايي، ''ما ژړل. خورا ډېر مې وژړل. له ځانه سره مې ویل چې ما د یوه داسې بې ساري سړي زړه مات کړی و، په داسې حال کې چې هغه هېڅکله په رښتیا نه پوهېده چې اصلي دلیل څه و.''
کیت د ګونتر د کورنۍ د سوداګرۍ پته پیدا کړه او پرته له دې چې د ځواب هیله ولري، هغه ته یې یو لیک واستاوه.
خو ګونتر ځواب ورکړ.
کیت هغه شېبه داسې یادوي:
''د نومبر ۲۲مه وه، دقیقاً د غرمې ۱۲:۳۶ بجې. ټیلیفون زنګ وواهه. کله چې مې ولیدل زنګ له جرمني څخه دی، زړه مې په درزا شو.''
دوی ساعتونه-ساعتونه خبرې وکړې او څو اوونۍ وروسته ګونتر د کیت د لیدو لپاره مانچسټر ته ورغی.
کیت وایي،''هغه مې چې ولید، داسې احساس مې کاوه لکه موږ چې هېڅکله له یو بله نه وو جلا شوي.''
وروسته، ګونتر د هماغه غره پر سر چې دېرش کاله مخکې دواړه ورختلي وو، کیت ته د واده وړاندیز وکړ او دوی واده وکړ.
کیت وایي، ''معمولاً انسان ته دوهم چانس نه ور په برخه کېږي، خو اوس چې هره ورځ هغه وینم، د خپل ژوند په هېڅ یوې برخې پښېمانه نه یم.''
او ګونتر هم د هغې خبره تائیدوي:
''زه به نور هېڅکله دا له لاسه ور نه کړم.''


















