د بدخشان اطلاعاتو او کلتور رئیس د وسله والو په ډزو کې وژل شوی

د عکس سرچینه، social media
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري د دوو موټر سایکل سپرو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
دغه پېښه د بدخشان مرکز فیض اباد او بهارک سیمې تر منځ غځېدلې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، یو بریدګر د ښاغلي امیري د ساتونکو لخوا په ډزو وژل شوی او دویم هغه د پېښې له ځایه تښتېدلی و، چې وروسته وپېژندل شو، په ټپي حالت کې نیول شوی دی او درملنه یې روانه ده.
ښاغلي کامګار د دې پېښې انګېزې په تړاو د بي بي سي پوښتنې ته په ځواب کې وویل، تر اوسه معلومه نه ده، چې د پېښې عاملین د طالبانو حکومت وسله وال مخالفین دي او که دا پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې، خو په خبره یې پلټنې پیل شوې دي.
تر اوسه هېڅ کوم کس يا ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی. د طالبانو د پوليسو وياند هم د بريدګرو د احتمالي انګېزې او يا د دې پېښې د طالبانو د حکومت له مخالفو ډلو سره د تړاو په اړه کوم جزئيات نه دي وړاندې کړي.
ذبيح الله اميري د طالبانو د حکومت له پېژندل شويو رسنيزو څېرو یو و. نوموړي په وروستيو کلونو کې د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په توګه دنده درلوده.
بدخشان ولايت د افغانستان په شمال ختيځ کې موقعيت لري او له هغو ولايتونو یو ګڼل کېږي چې مخکې هم پکې امنيتي پېښې او تاوتريخوالي رامنځته شوي دي. چارواکو تر اوسه د بريد د څرنګوالي، انګېزې او د احتمالي عاملينو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.















