خیبر پښتونخوا؛ د وسله والو برید کې د یوه افسر په ګډون ۱۰ پولیس وژل شوي

د خيبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید او له هغه وروسته عملیاتو کې د پولیسو یوه افسر (ډي اېس پي) په ګډون لږ ترلږه لس پولیس وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ښار پولیسو افسر (ډي اېس پي) دیار خان له نهو نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی.
وروسته د ولسوالۍ د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب وویل، د برید او عملیاتو پایله کې د ډي اېس پي په ګډون ټولټال لس پولیس وژل شوي دي او د ډي اېس پي مجاهد حسین په ګډون ۱۸ نور پولیس ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.
بل لور د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپريدي د هنګو د خزینې بانډې سیمې پر پولیس پوستې د وسله والو برید غندلی او د پېښې په اړه یې د پولیسو له عمومي مشر (ای جي) څخه راپور غوښتی دی.
اعلی وزیر وژل شویو پولیسو ته درناوی وړاندې کړی او د هغوی له کورنیو سره یې د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې ده.
هغه دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې ټپي شویو پولیسو ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي.
محمد سهیل اپريدی وايي: ''د وسله والو پر ضد جګړه کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو قربانۍ نه هېریدونکې دي.''
هغه زیاته کړه: ''د امنیت ټینګښت د حکومت لومړیتوب دی او د پولیسو د سرتېرو قربانۍ به بې پایلې نه پرېښودل کېږي.''
په ورته مهال د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي هم پر پولیس پوستې برید په کلکه غندلی او د ډي اېس پي په ګډون د وژل شویو پولیسو پر مړینه یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
والي په یوه بیان کې ویلي: ''د وژل شویو پولیسو قربانۍ د ملت پانګه ده او وسله وال به هېڅکله خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي.''

















