د فوټبال نړیوال جام: مکسیکو لومړی هېواد شو چې دویم پړاو ته لار مومي

د عکس سرچینه، Getty Images
مکسیکو چې د متحدو ایالتونو او کاناډا ترڅنګ د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام شریک کوربتوب کوي، لومړنی هېواد شوی چې په سږني نړیوال جام کې دویم یا د ۳۲ غوره لوبډلو (حذفي) پړاو ته لار مومي.
د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډلې نن سهار وختي په ګوادالاخارا لوبغالي کې سویلي کوریا ته یو صفر ماتې ورکړه.
دا په روان نړیوال جام کې د مکسیکو دویمه پرله پسې بریا شوه.
دغه هېواد د روان نړیوال جام په لومړنۍ لوبه کې چې د جون ۱۱مه په مکسیکو سېټي کې شوې وه، سویلي افریقا دوه – صفر ماتې کړې وه.
نن د سویلې کوریا خلاف سیالۍ کې د مکسیکو یوازنی او نسبتآ اسان ګول د منځ لوبغاړي لویېس رومو د دویمې نیمې پیل (۵۰مه دقیقه) کې تر هغې وروسته وواهه، د سویلي کوریا ګول ساتونکی کیم سېونګ-ګیو د ګول مخې ته د خپلې لوبډلې له بل لوبغاړي لي ګي-هیېوک سره ټکر وکړ او توپ یې له لاسه وښویېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې سویلي کوریا په خپله لومړۍ سیالې کې چک جمهوریت ته ۲-۱ ماته ورکړې وه او د دریېو پوانټونو په درلودو سره لا هم په (اې) ګروپ کې د مخکې تګ ډېر چانس لري.
دغه هېواد به راتلونکې پنجشنبه (د جون ۲۵مه) په مونتېري کې په خپله وروستۍ ګروپې سیالۍ کې له سویلي افریقا سره مخامخ شي.
په (اې) ګروپ کې د مکسیکو وروستۍ لوبه هم پر همدې ورځ (د جون ۲۵مه) په مکسیکو سېټي کې د چک جمهوریت خلاف ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نن ورځې بله سیالي د افغانستان په وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د نړیوال جام د بل کوربه - متحدو ایالتونو او استرالیا ترمنځ ده.
دوی دواړه (ډي) ګروپ کې لوبېږي او چې متحدو ایالتونو پکې په خپله لومړۍ لوبه کې پاراګوای ته ۴-۱ او استرالیا بیا ترکیې ته ۲-صفر ماتې ورکړې وه.
د جون د ۱۹مې وروستۍ لوبه، چې په بوسټن کې کېږي، د (سي) ګروپ لوبډلو سکاټلنډ او مراکش ترمنځ ده.
په دغه ګروپ کې سکاټلنډ خپله لومړۍ لوبه یو – صفر له هایتي ګټلې او مراکش بیا یو – یو برازیل سره مساوې کړې وه.






















