ولې ایران د هرمز تنګي پر سر دومره لوی خطر مني؟

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
- Author, امیر عظیمي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
ایران او امریکا د هرمز د ستراتیژیک تنګي د کنټرول پر سر پرله پسې پر یو بل بریدونه وکړل، داسې ښکاري، چې د ایران مشران اوس له درېیو شونو غوراویو سره مخامخ دي، خو هېڅ یوه لاره د بریا ښکارندویي نه کوي.
لومړی غوراوی دا دی، چې ایران د واشنګټن ډېرې غوښتنې ومني؛ یعنې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه ودروي او د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو د خوندي او ازاد تګ راتګ تضمین کړي، د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زېرمې بندې کړي او یا یې کچه راکمه کړي، او همدارنګه د نړۍ د اټومي څار ادارې پراخو او سختو پلټنو ته غاړه کېږدي.
بدل کې به تهران هڅه وکړي، چې پر ایراني بندرونو د امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، اقتصادي بندیزونه لرې کړي، او راتلونکو کې د بریدونو په اړه د خوندیتوب تضمین ترلاسه کړي.
که څه هم دا ښايي له اقتصادي او پوځي پلوه تر ټولو لږ لګښت لرونکی انتخاب وي، خو له سیاسي پلوه تر ټولو دروند قیمت لري.
که د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي، خو ایران د دې اوبو له لارې په اداره او امنیت کې خپل رسمي او منل شوی رول ترلاسه نه کړي، نو دا به په تهران کې د ډېرو چارواکو له نظره د ځواک له لاسه ورکول وي، چې اوس یې ارزښت تر پخوا ډېر څرګند شوی دی.
د دوی په باور، دغه وسیله یعنې هرمز تنګي باندې کنټرول ساتل ښايي د ایران له توغندیو، سیمه ییزو متحدینو، او ان د اټومي پروګرام څخه هم اغېزمنه تمامه شوې.
د لومړي ځل لپاره، اسلامي جمهوریت وښوده، که پرې برید وشي، نو کولی شي نړیوال اقتصاد ته سمدستي او محسوس زیانونه واړوي.
له بلې خوا، د ایران اټومي پروګرام له ډېرې مودې راهیسې د داسې مشروع حق په توګه مطرح شوی، چې هېڅ ځواک یې نه شي ترې اخیستلای او نه هم ایران پرې اړ ایستل کېدای شي، چې ترې لاس واخلي.
که ایران د څو میاشتو بریدونو له زغملو وروسته، د خپلو اټومي فعالیتونو پر سختو محدودیتونو د امریکا غوښتنې ومني، نو دا به سختدریځو ته دا زمینه برابره کړي، چې استدلال وکړي او ووایي چې د امریکا پوځي فشار بریالی شوی دی.
دا کار ښايي د دې لامل هم شي، چې راتلونکي کې له ایران څخه نورې غوښتنې هم وشي؛ لکه د توغندیز پروګرام محدودول او یا هم په لبنان کې له حزبالله، په عراق کې له شیعه وسله والو ډلو، او په یمن کې له حوثي ځواکونو سره د تهران د اړیکو کمزوري کول.

د عکس سرچینه، Getty Images
دویم غوراوی د شخړې لا زیاتول دی.
ایران کولی شي په سیمه کې پر امریکايي اډو، سوداګریزو بېړیو او د خلیج هېوادونو پر حیاتي زیربناوو خپل بریدونه سخت کړي، په دې هیله، چې د انرژۍ د بیو لوړوالی او پراخ اقتصادي ګډوډي به واشنګټن او د هغه متحدین دې ته اړ کړي، چې ایران ته امتیاز ورکړي او جوړجاړي ته غاړه کېږدي.
خو دا غوراوی ډېر لوی پوځي خطر له ځان سره لري.
که کوم برید د ګڼ شمېر کسانو د مرګ ژوبلې یا د خلیج هېوادونو د حیاتي تأسیساتو د سخت زیان سبب شي، نو ښايي د ایران ګاونډیان په مستقیم ډول جګړې ته راشي او ایران له یوې پراخې پوځي ائتلاف سره مخامخ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
درېیم غوراوی د اوسني بېثباته وضعیت ساتل دي؛ یعنې دومره فشار پر سمندري لېږد رالېږد او د انرژۍ پر بازارونو واردول، خو دومره نه چې له امریکا سره د بشپړې جګړې د بیا پیل لامل شي.
داسې ښکاري، چې دا تګلاره د اسلامي جمهوریت له دودیزې ستراتیژۍ سره ډېره برابره ده.
د ایران لپاره اړینه نه ده، چې پر خپل ځواکمن دښمن بریالی شي؛ یوازې همدا چې وکولای شي دې وضعیت ته لږ ډېر دوام ورکړي دومره چې دښمن یې ورته چمتو نه و یا نه دی، نو همدا دوام د بریا په توګه منل کېدای شي.
خو په ایران کې اقتصادي بندیزونه، د جګړې زیانونه او لوړ انفلاسیون ورځ تر بلې پر حکومت فشار زیاتوي.
له بلې خوا، د وخت په تېرېدو سره یو متضاد حالت هم رامنځته کېدای شي: هر څومره چې ایران د هرمز تنګی د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي، هغومره به یې اغېز کم شي، ځکه نور هېوادونه به هڅه وکړي د انرژۍ او نورو توکو د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم دې تضاد ته اشاره کړې ده.
د هغه په وینا، د هرمز تنګي ارزښت په دې کې دی، چې له دې لارې د بېړیو تګ راتګ زیات شي، نه دا چې کم شي.
که دا اوبه تل ناامنه پاتې شي، نړۍ به ورو ورو داسې لارې پیدا کړي چې ایران له پامه وغورځوي.
څوک پرېکړې کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د پرېکړو بهیر ډېر پېچلی شوی دی.
د ایتالله علي خامنه يي د مشري پر مهال، چې د روانې جګړې لومړیو کې د امریکا او اسرائیلو په برید کې ووژل شو، ډېرې مهمې مسلې د ستر مشر له خوا هوارېدل.
خو اوس په دې روانه جګړه کې د نوموړي زوی دا مشري مجتبی علي خامنه يي پر غاړه اخیستې، د واک د وېش پخوانی توازن نور دومره روښانه نه ښکاري.
ولسمشر مسعود پزشکیان او د هغه ډیپلوماتان ښايي د داسې سیاسي جوړجاړي پلویان وي، چې اقتصادي فشار کم او ثبات بېرته ټینګ کړي.
خو په مقابل کې، پارلمان کې سختدریځي، ځواکمن غیرې انتخابي بنسټونه او محافظه کارې رسنۍ وېره لري، که ایران لوی امتیاز ورکړي، د اسلامي جمهوریت ایډیولوژیک بنسټونه به کمزوري او اصلي ملاتړي به یې ناهیلي شي.
تر ټولو مهمه پوښتنه د وسلهوالو ځواکونو، په ځانګړې توګه د سپاه پاسدارانو په اړه ده.
د ایران توغندیز پروګرام، سیمه ییز ائتلافونه او د هرمز تنګي ستراتیژي د همدې ځواک د نفوذ مهمې ستنې ګڼل کېږي. خو لا هم څرګنده نه ده، چې د جګړې د پراخېدو یا مذاکراتو په پرېکړو کې د سپاه د قوماندانانو رول او اغېز څومره دی.
هغه درې انتخابونه چې تهران ورسره مخامخ دی، د نظام پر ټولو برخو یو ډول اغېز نه کوي.
عمل پال سیاستوال ښايي د یوې هوکړې ملاتړ وکړي، سختدریځي د مقاومت او اوږدمهالې مقابلې پلوي وي، او ځینې پوځي قوماندانان ښايي باور ولري، چې د جګړې پراخول به د ایران مذاکراتي دریځ پیاوړی کړي.
له همدې امله، اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده، چې ایران به کومه لاره غوره کوي، بلکې دا هم ده چې د وروستۍ پرېکړې واک د چا په لاس کې دی.
ایرانیان څه وایي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د حکومت له نظره "زغم" او "مقاومت" یو مفهوم لري، خو د هغو خلکو لپاره چې هره ورځ یې بار پر اوږو وړي، دا انځور بشپړ توپیر لري.
ایران او امریکا د جون په میاشت کې یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې پوځي عملیات باید ودرېږي، د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي، او دواړه هېوادونه راتلونکو شپېتو ورځو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
خو د دغه تفاهم لیک له لاسلیک یوازې درې اوونۍ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له خوا په هرمز تنګي کې پر بېړیو د بریدونو او د امریکا د غبرګوني بریدونو وروسته اعلان وکړ، چې اوربند "پای ته رسېدلی" دی.
یوې ایرانۍ مېرمنې بي بي سي سره خبرو کې وویل، جګړه بېرته پیل شوه، هغه "ډېره، ډېره خواشینې" ده.
هغې هیله لرله، چې یاد تفاهم لیک به دواړو لورو ته فرصت ورکړي چې پاتې اختلافونه حل او ثبات بېرته ټینګ کړي.
خو اوس وېره لري، چې زیربناوې به لا ډېرې ویجاړې شي او نور ملکي او پوځي کسان به ووژل شي.
هغې په ایران کې سختدریځي د ویجاړوونکو سیاستونو مسؤل وباله، او په ورته وخت کې یې هغه مخالف سیاستوال هم وغندل، چې له هېواده بهر دي او د هغې په باور د جګړې د رامنځته کېدو هڅه یې کړې ده.
تهران کې یوې بلې مېرمنې وویل، هغه شرکت چې د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې یې کار کاوه، تړل شوی او څلور میاشتې کېږي چې بېکاره ده، سره له دې چې دوکتورا لري او اوولس کاله کاري تجربه هم ورسره ده.
هغې وویل: "هیڅوک ګمارنې نه کوي، ځکه هېڅوک نه پوهېږي، چې سبا به څه پېښېږي. "
هغې د بیو د بېساري لوړېدو، د برېښنا او اوبو د پرلهپسې پرې کېدو، د غلاوو د زیاتېدو او د شپې له خوا د ډزو د غږونو یادونه وکړه. د همدې ناامنۍ له امله، اوس هڅه کوي په ښار کې خپل تګ راتګ هم محدود کړي.
دغه روایتونه یوه واحده سیاسي پایله نه وړاندې کوي.
بهرني بریدونه ان د اسلامي جمهوریت د ځینو مخالفانو ترمنځ هم د امریکا او اسرائیل پر ضد غوسه راپارولای شي.
خو په عین حال کې دا هم څرګندوي، چې له خلکو څخه د مقاومت په نوم د نامعلومې مودې لپاره د سختیو زغمل خپلې پایلې لري.
په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ هم له سختو انتخابونو سره مخامخ دی: جګړه نوره هم پراخه کړي، پوځي او اقتصادي فشارونو ته دوام ورکړي، او که داسې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي، چې له مخې یې ایران تر سخت نړیوال څار لاندې یوازې محدود ملکي اټومي پروګرام ولري. خو له دغو انتخابونو هېڅ یو هم د بریا روښانه تضمین نه وړاندې کوي.
شونې ده، چې دا شخړه د میاشتو لپاره د بریدونو، منځګړیتوبونو او لنډمهالو اوربندونو په تکراري پړاوونو کې روانه پاتې شي.
خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې د ایران مشران به تر کومه وخته وکولای شي د هرمز تنګی د فشار د یوې اغېزمنې وسیلې په توګه وساتي، یا داسې بدیلې لارې رامنځته کړي، چې د هرمز ستراتیژیک ارزښت کم کړي.




















