کرېکټ: د افغانستان او هند تر منځ یوازینۍ ټیسټ لوبه

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او هند تر منځ د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبې سیالي د هند په نیو چنديګړ کې روانه ده.

هند لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او د لومړۍ ورځې لومړۍ پاڼۍ کې یې د یوې وېکټې په زیان تر اوسه (۲۰ اعشاریه څلور اوور) ۸۰ منډې ترلاسه کړې دي.

کې ایل راهول تر اوسه ۳۲ او سای سدرسن ۲۶ منډې ترلاسه کړې دي.

له دې مخکې یاشاسوي جیسوال د هند لوبډلې لومړنی لوبغاړی و، چې په نننۍ سیالۍ کې یې وېکټه له لاسه ورکړه.

د افغانستان له لوري محمد سلیم ساپي لومړنۍ وېکټه ترلاسه کړه او جیسوال یې د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر کړ.

افغان لوبډله د نوي مشر کوچ ریچارډ پیبوس په مشرتابه لومړنۍ لوبه کوي او الراونډر ننګیال خروټي ته لومړی ځل په ټیسټ لوبه کې د لوبیدو فرصت ورکړل شوی.

د یادونې ده، چې هند لوبډله له افغان سیالانو سره دا ټیسټ لوبه د هند غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو له پای ته رسېدو ایله شپږ وروسته کوي او د راجستان مانو سوتهر ته لومړی ځل په ټیسټ لوبه کې د لوبېدو فرصت ورکړل شوی دی.

صدیق الله اتل، رحمان الله ګوربز، عبدالمالک، رحمت شاه، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، شرف الدین شرف، ننګیال خروټي (د افغانستان له لوري لومړی ځل ټیسټ لوبه کې ګډون کوي)، ضیا الرحمان او محمد سلیم ساپی د افغانستان له لوري او یاشاسوي جیسوال، کې ایل راهول، سای سدرسن، ریشب پنت، دروف جوریل، واشنګټن سندر، ماناوف سوتار، کلدیپ یادېو، محمد سراج او پراسید کرشنا د هند له لوري د شبمن ګیل په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبه کې برخه لري.

د کرېکټ معلومات خپرونکې کرېک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې نوی چندیګړ لوبغالی په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ټیسټ لوبې کوربتوب کوي او تمه کېږي چې پچ به یې د توپوهنې لپاره مناسب وي. خو له ځايي وخت سره سم ماسپښین مهال تر ۴۰ درجو پورې د هوا تودوخې لوړېدو وړاندوینه شوې ده.