وروستی, د ټرمپ اداره له ایران سره خبرو ته په احتیاط ننوځي
- Author, ګاري اودونه
- دنده, و د شمالي امریکا مشر خبریال
ښکاره ده چې د ټرمپ اداره د دې پړاو خبرو ته په احتیاط ګام اخلي - برعکس له دوو اونیو مخکې چې د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس یې نه و استولی او د سپینې ماڼۍ ویاندې په وینا یې هدف دا دی چې "د ایران خبرې واورېدل شي".
دا وروسته له هغه دي چې ولسمشر د دې اونۍ په پیل کې د پاکستان په غوښتنه اوربند نامحدود وغځاوه، چې تهران د یوې واحدې طرحې په اړه وړاندیز وړاندې کړای شي.
له هغه راهیسې د هرمز تنګي پر سر کړکېچ نور هم زیات شوی او دواړه لوري یو بل له اوربنده په سرغړونه تورنوي.
خو د اختلاف ټکی یوازې همدا تنګی نه دی - واشنګټن او تهران لا هم د ایران د اټومي وړتیاوو او په سیمه کې د نیابتي ډلو د ملاتړ په موضوع کې ژور اختلاف لري.
سپینه ماڼۍ وایي، که پرمختګ وشي، نو جې ډي وینس به چمتو وي چې اسلاماباد ته سفر وکړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې ایران به څه وړاندیز ته چمتو وي.

















